د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشر فرانسيس هولانډ د اکتوبر په درويشتمه نېټه د ايليسي په ماڼۍ کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د فرانسې پوځ په همدې ورځ په عراق کې د " اسلامي دولت " پر يوه موخه هوايي بريد وکړ، دغه راز د دې افراطي سازمان پر موخو فرانسې نوي هوايي بريدونه پيل کړي.
د فرانسې د لوی درستيز رياست د اکتوبر په درويشتمه نېټه وويل، د فرانسې پوځي الوتکو په دوه ويشتمه نېټه د عراق په شمال د " اسلامي دولت " پر ځمکنيو سرتيرو بريدونه وکړل چې په دغه وخت کې د هغو سرتيرو او د عراق د پوځ تر منځ جګړه روانه وه.
فرانسې د عراق د حکومت په غوښتنه د سپتمبر په نولسمه نېټه پر " اسلامي دولت " بريدونو کې ګډون کړی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |