CRI Online

امريکا د ايران د ذروي مسئلې په اړه د خبرو اترو د پرمخبيولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2014-10-24 15:32:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سياسي چارو په اړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مرستيال ويندي شيرمان د اکتوبر په درويشتمه نېټه له اړوندو خواوو څخه د ايران د ذروي مسئلې په اړه د خبرو اترو د پرمخبيولو غوښتنه وکړه، څو چې د نومبر له څليرويشتمې نېټې مخکې يو هر اړخيز موافقه ليک لاسليک شي.

ويندي شيرمان په همدې ورځ وويل، که څه هم د ذروي مسئلې په اړه شپږو هېوادونو، ايران او اروپايي ټولنې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي دي، خبرې اترې لا هم په ستونزو کې دي. اړوندې خواوې دې د پاتې وخت څخه په پوره کارولو سره د اخري موافقه ليک د لاسليکولو لپاره هڅې وکړي.

هغه وويل، اړوندو خواوو د يورانيمو د غني کولو پر ګډون د مسئلو په اړه لا هم توپيرونه لري. که ايران غواړي چې دغه مسئله حل او پر دغه هېواد باندې د نړيوالې ټولنې لخوا لګول شوي بنديزونه کم او لېرې شي، اوس ښه فرصت دی. امريکا او ملګري هېوادونه غواړي چې د دې فرصت څخه په ګټه د ايران ذروي مسئله حل کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای