CRI Online

د چين ازمويښتي فضايي دستګاه په بريالۍ توګه فضا ته وتوغول شوه

cri     (GMT+08:00) 2014-10-24 15:33:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سپوږمۍ پلټنې په هدف د چين يوه ازمويښتي دستګاه چې د چين لخوا پخپله جوړه شوې، د روانې مياشتې په څلورويشتمه نېټه له غرمې وروسته په دوو بجو په بريالۍ توګه د شيچانګ د مصنوعي سپوږمکۍ د توغولو له مرکز څخه لوړې فضا ته وتوغول شوه څو چې د په فضا کې د چانګ عر پنځم لمبر فضايي بيړۍ لپاره تخنيکي ملاتړ برابر شي. د ټاکلي پلان له مخې دغه ازمويښتي دستګاه په فضا کې اته ورځې ګرځي او له ځمکې څخه د سپوږمۍ چورليدو ، سپوږمۍ ته د نژدې کېدو او هوا ته د ننوتلو او ځمکې ته د کښته کېدو په شمول پنځه پړاوونه به ترسره او په پاي کې به د چين د داخلي مغولستان منځنۍ سيمې کې کښته شی. د خبر له مخې د دې دستګاه د توغولو په څنګ کې د لوکسنبورګ يوه وړوکې سپوږمکۍ هم فضا ته وتوغول شوه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای