د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وانګ مين د اکتوبر په درويشتمه نېټه وويل، نړيواله ټولنه دې په پر له پسې ډول له ننګونو سره د مقابلې په ساحه کې د بېوزليو هېوادونو ملاتړ وکړي.
په همدې ورځ د اقتصادي مسئلې په اړه د م م د نهه شپېتمې عمومي اسامبلې په دوهمه کميټه کې د ډېرو بېوزليو هېوادونو په اړه غونډه جوړه کړه. وانګ مين په خپله وينا کې وويل، اوس د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا مقام ورو او نابرابره دی. په ځينو سيمو کې بشري بحرانونه سخت شوي دي. د نړۍ عام امنيت د ايبولا ويروس د خپرېدو له مله بحران سره مخامخ دی. د ډېرو بېوزليو هېوادونو په وړاندې ننګونې لا زياتې شوې دي. نو موږ له نړيوالې ټولنې څخه غواړو چې له ننګونو سره د مقابلې په ساحه کې له دوی سره لازمې مرستې وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |