CRI Online

شي جين پينګ د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره ټليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2014-10-24 15:43:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په څليرويشتمه نېټه د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره ټليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ وويل، چين او اندونيزيا ښه ګاوندي او دوست هېوادونه دي او د کورنيو حالاتو، دوه اړخيزو، سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په برخو کې پراخې ګډې ګټې لري. د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ډېرې ښې دي. اندونيزيا د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو په ټولنه کې ډېر مهم هېواد دی او د نړۍ د نوي رامنځته شويو اقتصادي هېوادونو استازی دی. د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پياوړتيا نه يوازې د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري، بلکې د سيمې حتی د نړۍ د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره ګټوره ده.

جوکو ويدودو وويل، د اندونيزيا او چين تر منځ د ستراتيژۍ د هر اوخيزو اړيکو پرمختګ د اسيا او نړۍ لپاره ډېر مهم اهميت لري. اندونيزيا غواړي چې د تجارت، د پانګو اچولو او د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو په ساحو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای