CRI Online

نړيواله ټولنه د چين د کمونيست ګوند د ١٨ دورې مرکزي کميټې د څلورمې عمومي غونډې پرېکړې او د قوانينو سره سم د هېواد د ادارې پاليسۍ ته لوړ پام کوي

cri     (GMT+08:00) 2014-10-24 16:48:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند د ١٨مې دورې مرکزې کميټې په څلورمه عمومي غونډه کې د قوانينو سره سم د هېواد د ادارې کولو په اړه پرېکړه ليک تصويب شو. د نړۍ بېلا بېل هېوادونه دغه پرېکړه ليک ته لوړ پام ورکړی، د دوی په اند، دغه پرېکړه ليک د چين هر اړخيزو اصلاحاتو ته د قانوني چاپيريال د برابرولو او د اصلاحاتو او ورخلاصون د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره ګټور دی.

د ريوتيرس اژانس خبر ورکړ چې ياد پرېکړه ليک د چين د بازاري اقتصاد د پرمختګ لپاره ډېر مهم او لازم دی. د چين کمونېست ګوندپه ياده غونډه کې پرېکړه وکړه چې د اساسي قانون د پلي کېدو او څارنې ميکانيزم جوړ کړي او د ملي کانګرس د قانوني څيړنې مقررات ښه کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای