د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت يو لوړپوړي چارواکي د اکتوبر په درويشتمه نېټه وويل، امريکا د " اسلامي دولت " د پيسو د غونډولو لارو د پرې کولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي.
له ترهګرو سره د مبارزې او د پولي اطلاعاتو په اړه د امريکا د ماليې د وزير مرستيال داويد کون په همدې ورځ په واشنګټن کې وويل، " اسلامي دولت " د نفتو د پلورنې او قاچاق، يرغملو کولو، غلا وو ، ګواښ کولو او د پلويانو لخوا د اعانې راټولو له لارې پيسې راغونډوي. هغه زياته کړه چې د امريکا په اټکل د تير جون راپدې خوا اسلامي دولت هره ورځ د يادو لارو چارو په وسيله نژدې يو مليون امريکايي ډالره او لږ تر لږه شل مليونه امريکايي ډالره جذيې اخيستي دي ، خو ددې سازمان زياتره عايدات په خپلو تر کنترول لاندې سيمو کې د جنايتونو او ترهګريزو کړووړو له لارې تر لاسه کوي چې مياشتني عايدات يې څو مليونو ډالرو ته رسيږي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |