CRI Online

د روان کال تر سپتمبر پورې د چين د داخلي مغولستان بهرنی سوداګريز ارزښت له شپېتو ميلياردو يوانو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2014-10-24 16:45:40

د بيفان شيباو ورځپاڼې د هوهه هات له ګمرکاتو څخه خبر اخيستی چې د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د داخلي مغولستان بهرنی سوداګريز ارزښت شپېتو ميلياردو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يوولس اعشاريه پنځه زيات شوی دی . په همدې موده کې ياد شمېر د هېواد له نورو ولايتونو او خپلواکو سيمو څخه اوچت و او د داخلي مغولستان د صادراتو او وارداتو ارزښت د هېواد د لويديځو په دوولسو ولايتونو ، خپلواکو سيمو او ښارونو کې اووم مقام نيسي. د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د داخلي مغولستان د بهرنۍ سوداګرۍ عمده ځانګړتيا دا وه چې له امريکا سره يې سوداګري توده شوې او د ماشينونو په شمول د توليداتو صادرات يې زيات شوي دي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای