د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مصر د بهرنيو چارو وزير سامي شکري د اکتوبر په درويشتمه نېټه په الجزاير کې وويل، اوس د منځني ختيځ په وړاندې سختې ننګونې موجودې دي، مصر او الجزاير د سيمه ييز ثبات د ساتنې په برخه کې ډېر مهم رول لوبوي.
هغه په همدې ورځ د الجزاير له ولسمشر عبدالعزيز بوتليقه سره له خبرو اترو وروسته وويل، اوس د فلسطين، سوريې، يمن، عراق او ليبيا امنيتي حالات ډېر د اندېښنې وړ دي. مصر او الجزاير دې د سيمه ييز ثبات د ساتنې په برخه کې ګډ کوښښ وکړي.
د الجزاير د بهرنيو چارو وزير رامتاني لامامرا په همدې ورځ هم وويل، الجزاير او مصر د ليبيا کورنيو چارو ته ډېر پام کوي. الجزاير په دې ټينګار کوي چې ليبيا دې خپله مسئله د خبرو اترو له لارې حل کړي. پو ځي لاسوهنې يوازې د بحران د لا سختوالي سبب ګرځي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |