CRI Online

د افغانستان مسئلې په اړه د استانبول بهير د بهرنيو چارو وزيرانو څلورمه غونډه به په بېجينګ کې تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2014-10-24 17:49:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هوا چون ينګ د اکتوبر په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ چې د افغانستان مسئلې په اړه د استانبول بهير د بهرنيو چارو وزيرانو څلورمه غونډه به د اکتوبر په ۳۱ مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شي. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير اوسماني به په ګډه د دغې غونډې مشري وکړي.

هغې وويل، چې اوسمهال افغانستان د سياست، امنيت او اقتصاد د انتقال په حال کې دی. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان مسئلې په اړه لويه نړيواله غونډه په چين کې تر سره شي او د افغانستان د نوې حکومت له جوړېدو وروسته د دغه هېواد په اړه لومړی نړيواله غونډه هم ده. نو ډير مهم ارزښت لري. د دغه بهير د مختلفو غړيو هېوادونو او پلويانو د بهرنيو چارو وزيرانو او عالي رتبه استازي به په دغه غونډه کې برخه واخلي.

چين هيله لري چې د دغې غونډې پر بنسټ د افغان د بيارغونې له سوله ييز بهير څخه د نړيوالې ټولنې ملاتړ وښيي او د افغانستان او حتی د دې سيمې د امنيت او ثبات د ساتلو او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګډو نظريو ته ورسېږي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای