CRI Online

د کارپوهانو د اټکل له مخې به روان کال د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ٧ اعشاريه ٤ سلنه زيات شي

cri     (GMT+08:00) 2014-10-27 16:02:45

په وروستيو ورځو کې د چين د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې د دولتي شورا د پرمختګ څېړنيز مرکز د عمومي اقتصاد په اړه د څېړنيزې څانګې مشر يو بين خبري رسنيو ته د چين د عمومي اقتصاد اوسني حالات معرفي کړل.ښاغلي يو بين وويل ، د اټکل له مخې به روان کال د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ٧ اعشاريه ٤ سلنه زيات شي. په راتلونکو دوو کلونو کې به د چين اقتصاد په ثابت ډول پرمختګ وکړي او ښايي چې په ٢٠١٥ کال کې به د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د زياتوالي انډول له ٧ سلنې سره برابره وي.

يو بين وويل چې له ١٩٧٨ کال څخه تر ٢٠١٢ کال پورې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له ٣٥ کلونو راهيسې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت هر کال په منځنۍ توګه ٩ اعشاريه ٨ سلنه زيات شوی دی چې د چين اقتصاد د چټک پرمختګ موده ده.خو اوس د دروند صنعت توليدي انرژۍ له اندازې څخه زياتېږي او د پراختيا فضا په څرګند ډول کمه شوې ده.بر سېره پر دې،د ځمکو او کورونو بازار په لسو کلونو کې تر ډېر چټک پرمختګ وروسته هم له تنظيمولو سره مخامخ دی،نو د چيني اقتصاد د زياتوالي سرعت به له وروالي څخه ډډه ونه کړي.ښاغلي يو بين وويل

(اواز ١)

له عمومي حالاتو سره سم، د اټکل له مخې به روان کال د صادراتو زياتوالي انډول ٦ سلنې ته ورسېږي.د کورونو د پور په اړه تګلارې د ملاتړ له امله به د روان کال په پای کې د کورونو د خرڅلاو اندازه زياته شي.خو د ځمکو او کورونو پانګې لاهم د کموالي په حال کې دي او د پانګونې د زياتوالي عمومي انډول به يې ١٥ سلنې ته ټيټ شي.د اټکل له مخې به د روان کال واقعي مصرفي ارزښت ١٠ اعشاريه ٨ سلنې ته زيات شي.

ښاغلي يو بين وويل چې نويو عادي حالاتو ته د انتقال په بهير کې به د چين اقتصادي پرمختګ لاهم له فشارونو سره مخامخ وي،خو اوس عمومي حالات ارام دي.له ٢٠١٢ کال راهيسې د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د بېلا بېلو بازارونو د جوړښتونو د بدلولو او له نويو عادي حالاتو سره د سمون خوړلو لپاره ښه عمومي چاپيريال برابر کړی.ښاغلي يو بين د ځمکو او کورونو د بازارونو د تنظيمولو په اړه داسې وويل

(اواز ٢)

د ځمکو او کورونو بازار د ثابت کښته کېدو لپاره دې د نويو کورونو پراخوالی کم کړي.زموږ په اند اوس د کورونو د برابرولو عمومي حالات برابر دي.د بازار د پر له پسې پرمختګ لپاره دې ګام په ګام د نويو ځمکو پراخوالی کم کړی شي.

د يو بين په اند راتلونکي دوه کلونه د دوولسم پنځه کلن پلان د پای او د ديارلسم پنځه کلن پلان د پيل کلونه دي او د پرمختګ د تازه او زاړې لارې چارې د بدلولو کليدي موده هم ده.عمومي تګلارې بايد د تنظيمولو له اوسنيو حالاتو سره سمون وخوري چې د اقتصاد بدلون په کوچنۍ چوکاټ کې کنټرول کړي او په ٢٠١٥ کال کې به د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ٧ سلنې ته ورسېږي.

(اواز ٣)

د زياتوالي په نوي ميدان کې به د چين د اقتصاد نوي عادي حالات رامنځته شي يعنې د تصديو د ګټو تر لاسه کولو،د مالي عايداتو د زياتوالي،د استخدام ،د خلکو ژوند د ښه والي ،د خطرونو د مخنيوي او د سرچينو چاپيريال د دواملرونکي پرمختګ په ګډون ٦ موخې پوره شي. دغه انډول د چيني اقتصاد لپاره د زياتوالي سرعت په پرتله لا مهم ټکی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای