CRI Online

په افغانستان کې د بريټانيا پوځي عمليات پای ته ورسېدل

cri     (GMT+08:00) 2014-10-28 14:22:49

په افغانستان کې د بريټانيايي ځواکونو د اکتوبر په ٢٦مه نېټه افغان پوځ ته وروستۍ پوځي اډه وسپارله په دې سره په افغانستان کې د بريټانيا پوځي عمليات پای ته ورسېدل.

(اواز ١)

د روانې مياشتې په ٢٦مه نېټه په افغانستان کې بريټانيايي ځواکونو اعلان وکړ چې افغان پوځ ته وروستۍ پوځي اډه سپاري.له دې څخه څرګندېږي چې په افغانستان کې د بريټانيايي ځواکونو د ١٣ کلونو پوځي عمليات په رسمي توګه پای ته رسېږي.په افغانستان کې د ناټو ګډو ځواکونو د جنوب لوېديځې سيمې د مسؤل مرستيال او د بريټانيا پوځي چارواکي بريګادير تومسون وويل

(اواز ٢)

موږ مړه شويو سرتېريو ته خواشيني څرګندوو، دوی به تل زموږ په زړونو کې ژوندي وي.په عين وخت کې غواړم هر سرتېري او د دوی کورونو ته ووايم چې زموږ د کوښښونو له امله دلته بدلونونه رامنځته شوي دي.

د افغانستان د ملکي ځواکونو لوی درستيز جنرال شير احمد کريمي وويل

(اواز ٣)

له يوې خوا زموږ دوستان به ولاړ شي او له بلې خوا موږ هم خوشحاله يو ځکه چې دوی د لوړ کيفيت تأسيسات افغان ځواکونو ته سپارلي دي.موږ د دې هېواد د ساتلو توان لرو.

د اکتوبر په ٢٦مه نېټه د امريکايي پوځ د ليتهيرنيک پوځي اډه افغان پوځ ته وسپارله چې په افغانستان کې د امريکايي سمندري ځواکونو د وروستي پلې قطعې دنده پای ته ورسېده.

د خبر له مخې،اوس د باستيون په پوځي اډه کې څه د پاسه سل تنه بريټانوي سرتېري پاتې دي چې په راتلونکې اوونۍ کې به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او نور کسان به په راتلونکي کال کې د افغان ځواکونو د لارښوونې او روزنې دنده پر غاړه ولري.په عين وخت کې د ٣ زرو پوځي موټرونو او٥٠ الوتکو په ګډون د بريټانوي ځواکونو مهمات په بنسټيزه توګه دغه هېواد ته بېرته انتقال شوي دي.

په ٢٠٠١ کال کې د ناټو د مهم ځواک په توګه بريټانوي ځواکونو په افغانستان کې ځای پر ځای شوي و.د بريټانيا پخواني صدراعظم توني بلاير هغه مهال اعلان وکړ:

(اواز ٤)

په افغانستان کې پوځي عمليات پيل شول.بريټانوي ځواکونه به په دغو عملياتو کې ګډون وکړي.

په ٢٠٠٦ کال کې بريټانوي ځواکونو د افغانستان جنوبي سيمې ته خپل دفاعي ځواک لېږلی و.(اواز ٥)

هغه مهال د بريټانيا څه نا څه ٩ زره او ٥ سوه سرتېري په افغانستان کې ميشت شوي او د پوځي اډو شمېر يې ١٣٧ ته رسېده. په ١٣ کلونو کې ٤٥٣ تنه بريټانوي سرتېري د بريدونو له امله وژل شوي چې په ٢٠٠٩ کال کې ١٠٨ تنه وژل شوي دي.

د بريټانوي او امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د هلمند په ولايت کې به بهرني ځواکونه شتون ونلري او د افغانستان ځواکونو د ٢١٥ پوځي ډله به په کې ميشت شي.د بريټانيا د دفاع وزير ميکايل فالون وويل ، که څه هم د وسله والو طلبانو ګواښ لاهم موجود دی،خو د افغانستان امنيت پياوړی شوی دی.(اواز ٦ )

د عملياتو د پيل په پرتله افغانستان اوس لا امن، سمسور او خپلواک دی.که څه هم طالبان لاهم موجود دي،خو زموږ د کوښښونو له لارې د افغانستان ٣٠٠ زره تنو په شمېر ملي امنيتي ځواکونه جوړ شوي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای