د سينهوا اژانس د خبر له مخې، له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې، د چين د لويو تصديو د ګټو ارزښت څلور زر درې سوه او پنځه شپېته مليارډه او دوه سوه او شل مليونه يوانه دي، چې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله اوه اعشاريه نهه سلنه زيات شوی دی.
په سپتمبر کې، دغه ارزښت پنځه سوه درې شپېته مليارډو او درې سوه او نويو مليونو يوانو ته رسيدلی، د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه څلور سلنه زيات شوی. په اګست کې، دغه ارزښت د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه څلور سلنه کم شوی دی.
د شميرنې د دولتي بيورو د صنايعو ادارې د صنعتي ګټو دفتر مشر هه پينګ وويل، په سپتمبر کې د الکترونيکي توليداتو، موټرونو او ماشين الاتو د توليدولو مسلکونو د ګټو د زياتوالي انډول چټک شوی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |