CRI Online

د عراق حکومتي پوځ د اسلامي دولت په نوم د افراطي ډلې څه دپاسه يو سل وسله وال ووژل

cri     (GMT+08:00) 2014-10-30 10:19:10
د عراق حکومتي پوځ د اسلامي دولت په نوم د افراطي ډلې څه دپاسه يو سل وسله وال ووژل

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د عراق پوځ د اکتوبر په نهه ويشتمه نېټه وويل د عراق حکومتي پوځ او د ميليشا ډلې په وروستيو ورځو کې د هېواد په څو ځايونو کې د اسلامي دولت په نوم د افراطي ډلې له وسله والو سره جګړه وکړه چې څه دپاسه يو سل وسله وال ووژل شول.

د عراق د پلازمينې د امنيت ساتنې څانګې د بغداد د عملياتو قومندانې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل په وروستيو ورځو کې له بغداد څخه په لويديځ د ابو ګرايب په سيمه کې د عراق امنيتي پوځ او د شعه ګانو ميليشا د هوايي پوځ په مرسته د اسلامي دولت په نوم د افراطي ډلې له وسله والو سره سخته جګړه وکړه او اوس يې د دغې سيمې څو ځايونه او واټونه کنترول کړی دی. حکومتي پوځ لږ تر لږه دوه اوويا وسله وال ووژل او څو يوځي موټرونه يې ويجاړ کړل.

د ديالي په ولايت کې امنيتي پوځ او د شعه ګانو ميليشا په ګډه د دغې ډلې اووه ډېرش وسله وال ووژل او څو پوځي اډې يې نيولي دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای