CRI Online

د شينجيانګ د هورګوس بندر د صدور او توريد عمومي ارزښت له ديارلسو مليارډو امريکايي ډالرو څخه هم اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2014-10-30 16:05:43

خبريال په دې وروستيو ورځو کې د شينجيانګ د هورګوس له بندر څخه خبر واخيست چې د سږ کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې، د هورګوس بندر د صدور او توريد عمومي ارزښت ديارلسو مليارډو او پنځوسو مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی چې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله اوه سلنه زيات شوی دی.

د مالوماتو له مخې، د هورګوس د صدور او توريد د عمومي ارزښت د زياتېدو لامل په لاندنې ډول دی، لومړی، دغه بندر د پټليو، سړکونو او نلونو په وسيله د چين، منځنۍ اسيا او اروپا تر منځ په تجارتي مرکز بدل شوی. د دې بندر څخه د توريد شويو توليداتو ډولونه ډېر دي. دوهم، د هورګوس بندر د صدور او توريد تشريفات ساده کړل شوي، څو چې توليدات په لا چټک او ګړندي ډول له چين څخه صدور يا چين ته وارديږي. درېيم، دغه بندر کاري وختونه اوږد کړل شوي چې کارکوونکي يې هره ورځ دوولس ساعتونه کار کوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای