CRI Online

چين به پاکستان ته د نږدی لس مليونه امريکايی ډالرو په ارزښت بيړني مالونه او نغدی پيسی برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2014-10-30 15:02:09

چين به پاکستان ته د نږدی لس مليونه امريکايی ډالرو په ارزښت بيړني مالونه او نغدی پيسی برابر کړي 

د اکتوبر په نهه ويشتمه نېټه له چين څخه پاکستان ته د نږدی لس مليونه امريکايی ډالرو په ارزښت د بيړنيو مالونو او نقدی پيسو د ورکولو او د پاکستان د پارلمان له ودانۍ سره د چين تر مرستې لاندې د لمري انرژۍ له لارې د بريښنا توليد پروژې په هکله د سندونو د لاسليکولو مراسم د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د پارلمان په لويه ودانۍ کې تر سره شول.

د روان کال د سپتمبر په مياشت کې د پاکستان په ازاد کشمير او د پنجاب ولايت په ځينو سيمو کې په سيلابونو ځپل شوي. د هېواد د مصيبتونو د ادارې څانګې د شميرنې له مخې په سيلابونو کې لږ تر لږه دری سوه اووه شپيته تنه مړه او شپږ سوه او دري اويا تنه ټپيان شوي، څه دپاسه يو لکه کورونه ويجاړ شوي او دوه مليونه او پنځه لکه او ډېرش زره تنه خلک په مصيبت ځپل شوي دي. برسيره پر دې د پاکستان پوځ د روان کال له جون څخه د ترهګرۍ ضد پوځي فعاليتونه تر سره کړل چې څرګند برياليتوبونه يې تر لاسه کړيدي، خو په مليونه خلک له دې امله بی کوره شوي.

نو د چين حکومت پريکړه وکړه چې پاکستان ته بيړني مرستندويه مالونه او نغدی پيسی برابر کړي. په پاکستان کې د چين لوی سفير سون وې دونګ وويل(اواز)

د مرستې عمومي ارزښت نږدی لس مليونه امريکايی ډالرو ته رسېږي. د وريجو، اوړو او غوړو په شمول د ژوند توکي د دريو ډلو په ويشلو سره پاکستان ته ليږل او د پاکستان اړوندو خواوو ته ورکړل شوي دي. دا ويلی شي چې د چين او پاکستان تر منځ يو دود د ستونزو په وخت کې د دواړو هېوادونو تر منځ د مرستو ټينګول دي. کله چې پاکستان په لنډ مهالې توګه له ستونزو سره مخامخ دي، چين تر وسی پورې دغه هېواد ته مرسته برابروي او برابر به يې کړي.

د پاکستان د ماليي وزير محمد اشاق دار په ياد مراسم کې ګډون درلود او له چين څخه يې مننه څرګنده کړه او هيله يې وښودله چې چين او پاکستان به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. هغه وويل(اواز)

پاکستان د چين هراړخيز دوسی هېواد دی او د دواړو هېوادونو تر منځ دوستی د اسمان په نسبت لوړ دی او د سمندر په نسبت ژور دی. موږ تل ډېر ښه دوستی همکاران يو . د پاکستان او چين حکومتونه اوس په اقتصادي او سوداګريزو ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ هڅونه کوي.

په همدې ورځ د پاکستان د پارلمان مشر سردار اياز صديق په خوشحال سره وويل د پاکستان د پارلمان په ودانۍ کې د لمر له لارې د بريښنا توليد پروژې له لارې د پاکستان پارلمان به په نړۍ کې لومړی هغه پارلمان وګرځي چې شنی انرژۍ وکاروي.

سفير سون وې دونګ وويل (اواز)

دا د انرژۍ په ساحه کې د چين او پاکستان تر منځ د همکارۍ يوه ښه بيلګه ده. موږ به په راتلونکې کې د اوبو او اور له لارې د بريښنا توليد او د نويو انرژيو کارولو په باره کې پاکستان ته ملاتړ او مرستې برابرې کړو. د بنسټيزو تاسيساتو د ابادې په برخه کې مو د ګوادار بندر په جوړونه کې او د کارا قورام سړک د جوړيدو په پروژه کې ګډون کوو. زه باور لرم چې په راتلونکې کې به د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د ابادی لپاره به نور زيات کارونه تر سره کړو چې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسول شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای