CRI Online

د اسلامي اقتصاد د لسمې دورې نړيوال فورم پای ته ورسيد او د اسلامي هېوادونو او نورو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري به پياوړی شي.

cri     (GMT+08:00) 2014-10-31 09:35:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسلامي اقتصاد د لسمې دورې نړيوال فورم د اکتوبر په دېرشمه نېټه په دوبۍ کې پای ته ورسېد او په تېرو دريو ورځ کې د اتو هېوادونو د مشرانو، د دوولسو هېوادونو د وزيرانو او د ګردې کرې د ګڼ شمېر سوداګرانو په شمول دری زره او دوه سوه تنو استازو په دغه فورم کې ګډون درلود. له لسو هېوادونو څخه راغلو استازو د اسلامي نړۍ د ماليې، ښوونې، سوداګرۍ او د ښځو د حقونو د ساتلو په برخو کې خبرې اترې وکړې او د بېلا بېلو هېوادونو صنعتګرو هم په همکاريو بحث وکړ. دغه راز لا زيات غير اسلامي هېوادونه هم غواړي د دغه فورم پر رڼا له اسلامي هېوادونو سره لا ښه همکاري وکړي.

د اسلامي اقتصاد د نړيوال صندوق سرمنشي عبداله رزاک د دغه فورم د پای ته رسيدو په مراسمو کې تر لاسه شوي نتيجې څرګندې کړې چې لومړی، د مذهبي چارو د پرمختګ په باره کې به د اسلامي اقتصاد د نړيوال فورم او د اسلامي پرمختيايي بانګ په چوکاټ کې يوه نړيواله کاري ډله جوړه شي. دوهم، اسلامي پولي چارې به برمخبوزي او خدمتي اقتصاد او د اقتصاد پرمختګ به پياوړی شي. درېيم چې په ګردې کرې کې د اسلامي چارو د پرمختګ په اړه تګ راتګ به پراخ شي. څلورم، د ساينس او تخنيک د نوښت او د ښوونې د پراختيا لپاره به يوه ښه صحنه برابره شي. پنځم، د ښځو او ځوانانو کاري فرصتونه به زيات شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای