CRI Online

وانګ يي د دولتي امنيت او بهرنيو چارو په اړه د پاکستان د صدراعظم له مشاور سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2014-10-31 09:49:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په دېرشمه نېټه د دولتي امنيت او بهرنيو چارو په اړه د پاکستان د صدراعظم له مشاور صرتاج غزيز سره وکتل چې اوس په بېچينګ کې د افغان مسئلې په اړه د استانبول بهير د بهرنيو چارو د وزيرانو په څلورمه غونډه کې په ګډون بوخت دی.

وايي وويل، چين د اسيا او د ارام بحر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د ملګرو هېوادونو تر منځ د ديالوګ په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم نواز شريف د ګډون کولو هرکلی کوي. د چين دولتي مشران به په هغه وخت کې له صدراعظم نواز شريف سره وګوري، د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ تړونونه به هم لاسليک شي. پاکستان د افغانستان مهم ګاونډي هېواد دی. چين غواړي چې د افغانستان د سولې، ملي روغې جوړې او د بيا اعادې بهير د تر سره کېدو لپاره له پاکستان سره د نظريو تبادلې وکړي او په دې برخه کې لا مثبت رول ولوبوي.

غزيز وويل، صدراعظم نواز شريف پر دې باور لري چې چين ته د ده سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ عنعنوي دوستي ژورې او د دواړو خواوو تر منځ همکاري پياوړې کړي. د پاکستان حکومت او وګړي هيله لري چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ژر تر ژر پاکستان ته سفر وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای