CRI Online

د چين لوی سفير د يوې مقالې په خپرولو سره د افغانستان د سولې د پرمخبيولو هيله څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2014-10-31 10:06:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اکتوبر په يو دېرشمه نېټه، د افغان مسئلې په اړه د استامبول بهير د بهرنيو چارو د وزيرانو څلورمه غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. په افغانستان کې د چين لوی سفير دنګ شي جون په همدې ورځ د خلکو په ورځپاڼه کې د يوې مقالې په خپرولو سره دغه هېواد د سولې د پرمخبيولو صادقانه هيله څرګنده کړه.

دنګ شي جون په دې مقاله کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين حکومت د افغانستان د سولې او ملي روغې جوړې د بهير ټينګ ملاتړ کوي او هيله لري چې د افغانستان اړوندې خواوې د افغانانو د غوښتنو سره سم د سولې او ثبات د ژر تر ژره رامنځته کېدو لپاره کوښښ وکړي. ګاونډي هېوادونه او نړيواله ټولنه دې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي، ځکه چې د يو سوله ييز او ثابت افغانستان نه يوازې د افغانانو، بلکې د اسيا او ټولې نړۍ لپاره مهم اهميت لري. د استامبول بهير له ټينګېدو وروسته د سياست، امنيت او اقتصادي همکارۍ په برخو کې د افغانستان او سيمه ييزو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ارزښتناک ورل لوبولی دی. اوس افغانستان له کليدي انتقالي بهير سره مخامخ دی، چين غواړي چې لا زيات هېوادونه او سازمانونه د افغانستان ملاتړ وکړي او د دغه هېواد د ثبات او سمسورتيا لپاره خدمتونه برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای