د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د امنيتي ځواک يو چارواکي د اکتوبر په دېرشمه نېټه وويل، " اسلامي دولت " په دې وروستيو ورځو کې د عراق د الانبار په ولايت کې لږ تر لږه دوه سوه او پنځه پنځوس تنه ووژل.
د عراق امنيتي ځواک د اکتوبر په دېرشمه نېټه د ياد ولايت مرکز د رمادي ښار ته په نژدې د البو علي الجاسين په سيمه کې يو کنده پيدا کړه چې پکې يو سل او پنځوس جسدونه ښخول شوي دي. زياتره وژل شوي کسان د سني وسله وال او پوليس وو چې د امنيتي ځواکونو په ملګرتيا يې د " اسلامي دولت " سره په جنګونو کې ګډون کړی و. برسيره پر دې، په تيرو دوو ورځو کې د ياد ولايت د حيت په ښار کې لږ تر لږه يو سل او پنځه تنه سني وسله وال د " اسلامي دولت " لخوا وژل شوي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |