د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت يو چارواکي د اکتوبر په دېرشمه نېټه وويل، له دې امله چې سويدن د فلسطين هېواد پېژندلی دی، اسرائيلو له سويدن څخه خپل سفير ورغوښتی دی.
د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير اويګدور ليبرمان په همدې ورځ د فسطين او پېژندنې په اړه د سويدن پرېکړې ته سخت غبرګون ورکړ چې په اعلاميه کې يې وويل، د منځني ختيځ حالات ډېر پېچلي دي، د سويدن عمل به د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د سوله ييز تړون د ځنډولو سبب ګرځي.
د سويدن د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په دېرشمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په رسمي ډول د فلسطين هېواد وپنژند. او د فلسطين هېواد د ټينګېدو د ملاتړ لپاره يې د دوو سوو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د مرسته کولو پلان پيل کړ.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |