د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وانګ مين د اکتوبر په دېرشمه نېټه وويل، چې د م م د سوله ساتي د عملونو اغيزمنتوب بايد لوړ شي او د عملي توان د ابادولو کار بايد پياوړی شي.
نوموړي په همدې ورځ د م م په عمومي اسامبله کې د م م د سوله ساتي عملونو د څارنې په ترڅ کې وويل، چې چين د م م د سرمنشي بان کي مون د هغه وړانديز ملاتړ کوي چې په هره ساحه کې د م م د سوله ساتي د عملونو پلټنه وشي او د ګډو ګټو پر بنسټ سوله ساتي کارونو بشپړ شي، څو چې په راتلونکي کال يعنې د م م د جوړېدو د اويايمې کاليزې په وخت کې اړوند کارونه تر سره شي.
هغه وويل، چې چين په ټينګار سره د م م له سوله ساتي فعاليتونو څخه ملاتړ کوي او په مثبته توګه پکې ګډون کوي. چين به د م م په سوله ساتي عملونو کې د برخه اخيستلو په هکله نور زيات پوليس او کارپوهان ولېږي. چين به په پر له پسې توګه د افريقايي هېوادونو د سوله ساتي توان د ابادولو لپاره له نړيوالې ټولنې سره يو ځای زيارونه وباسي، تر څو د م م د سوله ساتي فعاليتونو د پرمختګ او د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره خدمت وکړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |