CRI Online

لي که چيانګ د افغانستان مسئلې د حلولو په هکله پنځه فقيره ييز وړانديز وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2014-10-31 13:54:01

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د افغانستان مسئلې په اړه د استانبول بهير د بهرنيو چارو وزيرانو څلورمه غونډه د اکتوبر په يو دېرشمه نېټه د چين په بېجينګ کې د تياو يو تان په دولتي هوټل کې تر سره شوه. د چين صدراعظم لي که چيانګ او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي په دغه غونډه کې ګډون درلود.

صدراعظم لي که چيانګ په خپله وينا کې د افغانستان مسئلې د حلولو په هکله پنځه فقيره ييز وړانديز وکړ، چې د افغانانو تر لارښوونې لاندې د افغانستان ادارې پرپياوړتيا دې ټينګار وشي، د افغانستان د سياسي روغې جوړې بهير دې چټک شي،د افغانستان اقتصاد د بيارغونې سرعت دې چټک شي، د افغانستان د پرمختګ لاره دې ولټول شي او له افغانستان څخه بهرنی ملاتړ دې پياوړی شي.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان مسئلې په اړه استانبول بهير په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شو او د دې مسئلې په اړه د دې سيمې د هېوادونو تر لارښوونې لاندې د همکارۍ يوازنی نظام هم دی. دا لومړی ځل دی چې د چين لخوا د افغانستان مسئلې په اړه لويه نړيواله غونډه جوړوي او د افغانستان د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د افغانستان مسئلې په باب لومړۍ نړيواله غونډه هم ده. د دغه بهير د ۱۴ سيمه ييزو غړو، د ۱۶ نورو هېوادونو او د ۱۲ سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو د بهرنيو چارو وزيرانو او استازو په دغه غونډه کې ګډون درلود.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای