CRI Online

د افغانستان نوی حکومت به له زياتو ننګونو سره مخامخ وي.

cri     (GMT+08:00) 2014-10-31 14:54:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان مسئلې په اړه د استانبول بهير د بهرنيو چارو د وزيرانو څلورمه غونډه د اکتوبر په يو دېرشمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. دا د افغانستان د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د افغانستان مسئلې په اړه لومړۍ نړيواله غونډه ده. نو د افغانستان مسئله بيا د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ موضوع ګرځېدلې ده.

په تېره مياشت کې د افغانستان ملي يووالی حکومت جوړ شو. اشرف غني او عبدالله عبدالله به په ګډه د افغانستان د پرمختګ لپاره هڅې وکړي. ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې وويل،

زه، زما ډله او زموږ د حکومت د غړي په توګه عبدالله، وياړو چې د افغانستان خلکو ته خدمت وکړو.

په عين وخت کې د افغانستان اقتصاد ته د جګړو له امله زيان رسېدلی دی، د اقتصاد بيا سمسورتيا نه يوازې بهرنيو مرستو ته، بلکې د افغانستان پخپله کوششونو ته اړتيا لري. په افغانستان کې د چين لوي سفير دنګ شي جون وويل، چې په تېرو څو کلونو کې چين په مثبته توګه په افغانستان کې پانګونه کړې او اچوي يې. د عينک د مس کان او د امو دريا د نفتو لرونکې سيمې پروژې په افغانستان کې نه يوازې د چين لخوا، بلکې د نورو هېوادونو لخوا ډېرې لويې پروژې هم دي. چين هيله لري چې د اقتصاد د خپلواکۍ په باره کې له افغانستان سره مرسته وکړي. لوي سفير دنګ وويل، 

په افغانستان کې غني کانونه شته. خو اوس افغانستان د م م لخوا په ډېرو بې پرمختيايي هېوادونو کې د يو هېواد په توګه بلل کېږي. د دېرشو کلونو نه د زياتو مودو د جګړو له امله افغانستان د بې وزلۍ له ستونزو سره مخامخ دی او د نورو هېوادونو په مرستو سره پرمختګ مومي. چين غواړي د پانګونې له لارې د افغانستان له حکومت او خلکو سره مرسته وکړي او د غني کاني سرچينو د استخراجولو له لارې د افغانستان اقتصاد بيا سمسور کړي. د دې ترڅنګ زموږ د دغو پروژو په رڼا کې به خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي او حکومت ته به لا زيات ماليات ورکړي چې له دې لارې به افغانستان د خپلو زيرمو په وسيله اقتصاد پرمختګ وکړي او اقتصادي خپلواکي به ولري.

د اقتصاد پرمختګ امنيتي چاپيريال ته اړتيا لري. د عامه افکارو په اند، له افغانستان څخه د ناټو د سوله ساتي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان امنيت به له سختو ننګونو سره مخامخ شي. خو د بريټانيې د ملي دفاع وزير ميچايل فالون په دې نظر دی چې د ديارلسو کلونو مخکنيو حالاتو په پرتله اوسنۍ اوضاع لا ښه او خوندي ده. ده وويل،(

په افغانستان کې د ناټو د سوله ساتي فعاليتونو د پيل په پرتله، اوسنی افغانستان لا امن، سمسور او خپلواکدی. که څه هم وسله وال طالبان لا هم موجود دي، خو زموږ د کوششونو او د بريټانوي سرتيريو د قربانۍ پر بنسټ د افغانستان دری لکه کسيز ملي ځواکونه او ملی امنيت پوځ جوړ شوی دی چې له دی امله افغانستان د لا خوندې امنيتي ته رسېدلو فرصت تر لاسه کوي.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني لوي سفير عارف ايوب په دې نظر دی چې د هغه شان هېواد لپاره سولې ته لار اوږده او پېچلې ده چې پکې څلوېښت کلنې جګړې دوام کړی دي. ده وويل زما په اند، په افغانستان کې به د کورنۍ جګړې مخه ونه نيول شي. دغه جګړه له ۱۹۷۳ کال څخه پيل شوې ده او څلوېښت کلونه يې دوام کړی دی. نو د دغې جګړې پای ته رسېدل يوه سخته دنده ده. دغه راز امريکا په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان د کورنۍ جګړې د ختمېدو لپاره هيڅ کار نه دی کړی. نو زما په اند دا نه شي کېدای چې له سياسي لارې د پښتنو او غير پښتنو ترمنځ ملي روغه جوړه رامنځته شي. نو د کورنۍ جګړې مخه به ونه نيول شي.

ويل کېږي چې پاکستان د افغانستان په سوله ييز بهير کې مهم رول لوبوي. د افغان ليکوال خليل الرحمن اميد وويل،

د افغانستان د يو اتباع په توګه غواړم چې داسی وايم، چې پاکستان د افغانستان د شخړو عمده سرچينه ده. ځکه چې يو شمېر افغانان د اسلامي تعليماتو د تر لاسه کولو په موخه پاکستان ته ځي، خو د ترهګرانو په توګه هلته روزل کېږي. دوی د افغانستان له حکومت سره مقابله کوي. پاکستان طالبان روزي او طالبان د دوی تر لاس لاندې دي. نو له دې امله پاکستان د افغانستان په سوله ييز بهير کې که وغواړي مهم رول لوبولی شي.

د څېړونکو په اند، له افغانستان څخه د ناټو د سوله ساتي ځواکونو له وتلو وروسته به افغان حکومت له زياتو ننګونو سره مخامخ وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای