CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير صندار احمد عثماني سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2014-10-31 14:58:03
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير صندار احمد عثماني سره وکتل.

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په دېرشمه نېټه په بېجينګ کې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير صندار احمد عثماني سره وکتل چې اوس په بېجينګ کې د افغان مسئلې په اړه د استانبول بهير د بهرنيو چارو د وزيرانو په څلورمه غونډه کې په ګډون بوخت دی.

وزير وانګ يي وويل، چې چين ته د ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي سفر بريالی شو. د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو په باره کې مهمو موافقو ته ورسېدلې چې دا به د دواړو هېوادونو د اړيکېو د ټينګېدو لارښوونه وکړي او په هره ساحه کې د دوه اړخيزو همکاريو لپاره ښه زمينه به برابره کړي. له دې څخه د افغانستان له نوي حکومت څخه د چين ملاتړ او دوه اړخيزو اړيکو ته د چين پاملرنه څرګندېږي. دواړه خواوې دې د دواړو مشرانو ترمنځ د تر لاسه شويو ګډو نظريو د پلی کېدو لپاره هلې ځلې او هڅې وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به نوي مرحلې ته ورسېږي. هغه زياته کړه چې اوسمهال افغانستان د سياسي روغې جوړې، د اقتصاد د بيارغونې او د امنيت د انتقال په برخو کې مهمې دندې لري. د افغانستان راتلونکی د افغانانو په لاس کې دی، خو د نړيوالې ټولنې، په تېره بيا د ګاونډيو هېوادونو ملاتړ ته اړتيا لري. چين غواړي د دغې غونډې د برياليتوبونو او ښو نتيجو د تر لاسه کولو لپاره له افغانستان سره همغږي او همکاري وکړي.

وزير عثماني وويل، چې د افغانستان حکومت له دې امله له چين څخه مننه کوي چې د ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي تود هر کلی يې وکړ. باور لري چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوديزې دوستي نژدې کړي او په هره ساحه کې به ورسره دوه اړخيزې همکاري پياوړی کړي. افغانستان د دغې غونډې د جوړېدو له امله له چين څخه مننه کوي او د دغې غونډې د برياليتوب لپاره به له چين سره په ښه همکاري وکړي.( غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای