CRI Online

سوريې د ترکيې غندنه کوي چې بهرنيو وسله والو ته سوريې ته د ننوتلو اجازه ورکړه

cri     (GMT+08:00) 2014-10-31 15:48:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په دېرشمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ترکيې غندنه وکړه چې د عراق کردي وسله والو ته د دغې هېواد له لارې سوريې ته د ننوتلو اجازه ورکړه.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د ترکيې له يادې پرېکړې څخه څرګندېږي چې ترکيه د سوريې په بحران کې د لاسوهنې نيت لري. د خبر له مخې، په همدې ورځ د عراق سلګونه کردي وسله وال د ترکيې د خاورو له لارې سوريې ته ننوتل او د سوريې د اينعرب په ښارګوټي کې يې له " اسلامي دولت " سره په جنګونو کې ګډون کړی دی.

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت وويل، د ترکيې ياد عمل د سوريې حاکميت، نړيوال قوانين او د م م منشور تر پښو لاندې کوي. د سوريې حکومت په اند، له دې امله چې ترکيې په خورا پاملرنې سره د سرحدي سيمې اداره و نه کړه، زيات شمير بهرني وسله وال د ترکيې له لارې سوريې ته ننوتلي او دا د سوريې بحران د پر له پسې روانېدو سبب دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای