د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين ولسمشر محمد عباس د اکتوبر په دېرشمه نېټه د سويدن حکومت ستاينه وکړه چې د فلسطين هېواد يې وپېژند. هغه له نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې د سويدن په شان د فلسطين هېواد پېژني.
د فلسطين او ولسمشر وياند نابيل ابو رداينا وويل، د سويدن ياده پرېکړه په بيت المقدس کې د اسرائيلو يو لړ عملياتو ته غبرګون کوي. په وروستيو څو مياشتو کې، د فلسطينيانو او د اسرائيلو پوليسو تر منځ مسلسلې کشالې وشوې. په عين وخت کې، اسرائيلو په زور د يهوديانو د استوګنځايو د جوړولو پلان تر سره کړ او اعلان يې وکړ چې په ختيځ بيت المقدس کې به درې زره او شپږ سوه کورونه جوړ کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |