CRI Online

لي که چيانګ او د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي په ګډه د افغانستان د مسئلې په هکله د استنبول بهير د بهرنيو چارو وزيرانو د څلورمې غونډې په پرانيستونکو کې ګډون درلود

cri     (GMT+08:00) 2014-10-31 17:40:34
لي که چيانګ او د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي په ګډه د افغانستان د مسئلې په هکله د استنبول بهير د بهرنيو چارو وزيرانو د څلورمې غونډې په پرانيستونکو کې ګډون درلود

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين صدراعظم لي که چيانګ د اکتوبر په ٣١مه نېټه سهار د دياو يوی تای په هوټل کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د افغانستان د مسئلې په هکله د استنبول بهير د بهرنيو چارو وزيرانو د څلورمې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود او وينا يې وکړه.

لي که چيانګ د چين د حکومت په استازيتوب د غونډې پرانيستلو ته مبارکۍ څرګنده کړه. هغه وويل د استنبول بهير د پرمختګ هڅونه د افغانستان د مسئلې د ژر حل و فصل او د سيمه ييز امنيت او سمسورتيا رامنځته کيدو لپاره ګټور دی. هېله ده چې په دغه غونډه کې هغه نښه خپرېږي چې د دې سيمې هېوادونه او نړيواله ټولنه به د افغانستان له ثابت انتقال او امن پرمختګ څخه ملاتړ وکړي او د افغانستان د سوله ييزې بيا رغونې په اړه د اوږدې مودې ژمنې بيا تائيد کړي او د افغانستان د راتلونکې په هکله ټينګ هوډ څرګند کړي.

لي که چيانګ وويل په افغانستان کې د يووالي، ثبات، پرمختګ او مهربانۍ رامنځته کيدل د افغانستان د خلکو هيله ده او هم د دې سيمې د هېوادونو او د نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون لري. په افغانستان کې د سوله ييزې بيا رغونې او د افغانستان د مسئلی د ژر حل و فصل هڅول د سيمه ييزو هېوادونو او نړيوالې ټولنې ګډې دندې دې. چين د افغانستان د مسئلې په هکله پنځه فقره ييز وړانديزونه وکړل.

ولسمشر اشرف غني احمدزي د لي که چيانګ د پنځو فقره ييز وړانديزونو ستاينه وکړه او په اوږده موده کې د چين له مرستو او ملاتړ څخه مننه کوي. غني وويل د استنبول بهير غونډه د افغانستان د مسئلې د حلولو لپاره ګټه لري. د چين په شمول اړوندو خواوو د دې بهير د هڅونې لپاره مهم خدمتونه تر سره کړيدي. افغانستان به د نړيوالې ټولنې تر ملاتړ لاندې د سوله ييز اتحاد د هڅونې او د سيمه ييزې پرمختيا په چارو کې فعال رول ولوبوي.

ژباړونکې:ډيوه

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای