CRI Online

وانګ يي: په افغانستان کې د سياسي اتحاد او د خپل توان د ابادی پياوړتيا ډېر مهم دي

cri     (GMT+08:00) 2014-10-31 17:48:38
وانګ يي: په افغانستان کې د سياسي اتحاد او د خپل توان د ابادی پياوړتيا ډېر مهم دي

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ٣١مه نېټه د افغانستان د مسئلې په اړه د استنبول بهير د بهرنيو چارو وزيرانو په څلورمه غونډه کې د ګډون په وخت کې وويل په افغانستان کې د سياسي اتحاد او د خپل توان د ابادی پياوړتيا ډېر مهم دي.

وانګ يي وويل لي که چيانګ د دغې غونډې په پرانيستونکو کې د افغانستان د مسئلې په هکله پنځه فقره ييز وړانديزونه وکړل. افغانستان د سياست، امنيت او اقتصاد په دريو برخو کې د انتقال په حال کې دی او له نويو فرصتونو او ننګونو سره مخامخ دي. چين هيله لري چې افغانستان د انتقال په بهير کې د افغانستان لپاره يوه ځانګړې لاره پيدا کړي چې د دغه هېواد د حالت او د خلکو له ګټو سره سمون لري، د دغه هېواد د بېلا بېلو ټولنو تر ملاتړ لاندې راغلي وي او د نړيوالې ټولنې له خوا تفاهم ورکړل شي تر څو د افغانستان د خلکو هيله ريښتنی شي او افغانان په خپله افغانستان اداره کړي.

وانګ يي وويل په افغانستان کې د انتقال په بهير کې په دغو دوو برخو کې کارونه ډېر مهم دي. يو دا چې سياسي اتحاد ژر تر ژره رامنځته شي. هېله ده چې د افغانستان بېلا بېلې سياسي ډلې د خپل هېواد د بنسټيزو او عمومي ګټو پر بنسټ د خبرو اترو له لارې زغم لرونکي سياسي اتحاد ولټوي او د دايمی سولې لپاره ټينګ بنسټ جوړ کړي.

دويم دا چې د خپل توان ابادی بايد پياوړې شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای