CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت: د اسيا او د ارام سمندر سيمې د ازادې سوداګريزې سيمې د جوړيدو په هکله ګډو نظريو ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2014-11-04 16:02:26
د چين د سوداګرۍ وزارت: د اسيا او د ارام سمندر سيمې د ازادې سوداګريزې سيمې د جوړيدو په هکله ګډو نظريو ته ورسيد

د چين د خبري اژانس د خبر له مخې: د هغه خبر په هکله چې وايي د امريکا د فشار له امله د اسيا او د ارام سمندر سيمې د ازادې سوداګريزې سيمې د جوړيدو په هکله چارې د ايپيک په غونډه کې يادې نه شي . د چين د سوداګرۍ وزير مرستيال وانګ شو ون د نومبر په ٤مه نېټه په بيجينګ کې وويل د اسيا او د ارام سمندر سيمې د ازادې سوداګريزې سيمې ابادۍ د ايپيک د ټولو غړيو هيله ده. تر اوسه پورې دغه چارې د ايپيک د ټولو غړيو ملاتړ تر لاسه کړي دي او د دغه نظر د مخنيوي پيښه نه شته.

د روانې مياشتې له پنځمې نيټې څخه تر يوولسمې نيټې پورې به د ايپيک سرمشريزه غونډه په بيجينګ کې تر سره شي. وانګ شو ون وويل د اسيا او د ارام سمندر سيمې د ازادې سوداګريزې سيمې د جوړيدو چارې په ٢٠٠٦ کال کې د ويتنام په هانوي کې د ايپيک په غونډه کې ياد شوې چې د ايپيک د يوويشتو غړيو ګډو نظريو ته رسيدلی دی. وانګ شو ون وويل اوس د ايپيک غړي د دغې چارې په هکله په فعالو سلامشورو بوخت دی. تر اوسه پورې ويلی شي چې دغه چارې د ايپيک د ټولو غړيو ملاتړ تر لاسه کړيدي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای