CRI Online

د اسيا او ارام سمندر په هېوادونو کې د ازادې سوداګرۍ بهير روان دی

cri     (GMT+08:00) 2014-11-04 17:09:50

سږ کال د اسيا او ارام سمندر د اقتصاد او همکارۍ سازمان يعنې د اېپيک سازمان د جوړېدو له پنځه ويشتمې کاليزې سره برابر دی. په تېرو پنځه ويشتو کلونو کې دغه سازمان د سيمه ييزې او نړيوالې ازادې سوداګرۍ چارو د اسانه کېدو د هڅولو او د اقتصاد او تکنالوژۍ د همکارۍ په برخو کې په پر له پسې توګه پرمختګونه تر لاسه کړي چې د سيمه ييز اقتصاد د همکارۍ د پياوړتيا او د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ پرمختګ او سمسورتيا د هڅولو لپاره يې غښتلي خدمتونه کړي دي. خو ځکه چې بېلا بېل غړي هېوادونه د اقتصاد او ګټو په برخو کې توپيرونه لري او د ازادې سوداګرۍ امتيازي موخې يې هم بېلې دي، نو بېلا بېلې خواوې بايد د اېپيک سازمان په چوکاټ کې د سوداګرۍ د ازاده او اسانه کېدو بهير د هڅولو لپاره په دوامداره توګه کوښښونه وکړي.

د اسيا او ارام سمندر د ازادې سوداګرۍ بهير په هکله بايد د بوګور موخه ياده شي. په ١٩٩٤ کال کې د اندونيزيا په بوګور ښار کې د اېپيک سازمان اقتصادي مشرانو په غونډه کې د بوګور اعلاميه خپره کړه او پکې د اېپيک سازمان د همکارۍ خوا او هغه دايمي موخه وټاکله شوه چې د دې سازمان پرمختللي هېوادونه بايد تر ٢٠١٠ کال پورې او پرمختيايي هېوادونه بايد تر ٢٠٢٠ کال پورې په سوداګرۍ او پانګونې کې ازادي تر سره کړي. سوداګريزه ازادي په عمده توګه د ګمرکي مالياتو له ټيټوالی او د معاملو له اسانتياوو څخه ښکاري. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اېپيک سازمان د سږنۍ غونډې له پيل مخکې ځيني تازه شمېرې خپرې کړې.

(( د بوګور اعلاميې د خپرېدو له شلو کلونو څخه راپدې خوا په اسيا او ارام سمندر سيمه کې ګمرکي ماليات په منځنۍ توګه دوولس سلنه ټيټ شوي او سيمه ييز سوداګريز ارزښت اووه چنده زيات شوی. هر کال په دېرشو سيمو کې يې نږدې دوه سوه همکاريزې پروژې تر سره کړي، نو ويل کېږي چې دغې اعلاميې د سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ د هڅولو لپاره مهم رول لوبولی دی. ))

د چاپېريال توليداتو ليست چې د ډېرو کلونو لپاره د څو قطبيزې سوداګرۍ په چوماټ کې نه و لاسليک شوی، په ٢٠١٢ کال کې په روسيه کې د اېپيک په غونډه کې لاسليک شو او له مخې به يې بېلا بېل اقتصادي ځواکونه له ٢٠١٥ کال مخکې د هغو توليداتو ګمرکي ماليات پنځه سلنې ته ټيټ کړي چې په دې ليست کې شامل دي. ويل کېږي چې دا د اېپيک په چوکاټ کې د ازادې سوداګريزې سيمې د هڅولو لپاره د بېلا بېلو خواوو د کوښښونو يوه ښه نمونه ده.

اوس د بوګور موخه لا هم د تطبيق په حال کی ده. په ٢٠٠٦ کال کې د اېپيک ځينو غړو هېوادونو د اسيا او ارام سمندر د ازادې سوداګريزې سيمې د جوړولو پلان وړاندی کړ تر څو دغه سازمان به په دې سيمه کې د سوداګرۍ او پانګونې د ازادۍ بهير د هڅولو لپاره نور زيات رول ولوبوي. د روان کال په مۍ مياشت کې د چين په چينګ داو ښار کې د اېپيک د سوداګرۍ د وزيرانو په غونډه کې د يوويشتو اقتصادي ځواکونو استازو د اسيا او ارام سمندر د ازادې سوداګريزې سيمې د جوړولو پلان د تطبيق مهالوېش په هکله موافقه وکړه.

د اېپيک سازمان او ختيځې اسيا تر منځ د همکارۍ په هکله د چين د ټولنيز علمونو اکاډمۍ د مرکز مشر وانګ يو جو وويل د اسيا او ارام سمندر د ازادې سوداګريزې سيمې جوړول به د سيمه ييز اقتصاد د پرمختګ لپاره يوه نوې زمينه برابره کړي.

د اېپيک سازمان له يوويشتو غړو اقتصادي ځواکونو څخه جوړېږي او په نړيوال اقتصاد کې مهم مقام لري. د دې سازمان عمومي نفوس څه دپاسه دوه مليارډه دی او د نړيوال نفوس په عمومي شمېر کې څلوېښت سلنه نيسي. د غړو هېوادونو د کورنيو توليداتو ارزښت يې له نولسو زرو مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی چې د ګردې نړۍ په عمومي اندازه کې نيمه برخه نيسي. د دې سازمان د جوړېدو د پنځه ويشتمې کاليزې په وخت کې، موږ هيله لرو چې په بېجينګ کې د دې سازمان په غونډه کې به نور زيات برياليتوبونه تر لاسه شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای