CRI Online

د بيجينګ ايپيک به د اسيا او د ارام سمندر سيمې د اقتصاد د يو ځای کيدو هڅونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2014-11-05 16:32:36
د بيجينګ ايپيک به د اسيا او د ارام سمندر سيمې د اقتصاد د يو ځای کيدو هڅونه وکړي

د ٢٠١٤ کال د اسيا او د ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان يعنی د ايپيک سازمان د سرمشريزې غونډې اوونيز فعاليت به د نومبر له پنځمې نيټې څخه تر يوولسمې نيټې پورې په بيجينګ کې تر سر شي. د کوربه هېواد په توګه چين به د ايپيک د ټولو اړوندو غونډو مشري وکړي.

د ٢٠١٤ کال د ايپيک غونډه به په دې حال کې تر سره کېږي چې د نړيوال اقتصاد ا احيا کيدو بهير له ستونزو سره مخامخ دی او په پخوانيو شلو کلونو کې د ايپيک د غړيو اقتصادي هېوادونو د سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کيدو هڅونه کړې ده. د دغې سرمشريزې غونډې عمده مضمون په راتلونکې کې د اسيا او د ارام سمندر سيمې د هېوادونو تر منځ د دوستی اړيکو جوړيدل دي او د سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کيدو د پرمخبيولو، د اقتصاد د نوښت او پرمختګ، اصلاحاتو د هڅونې او په هراړخيزه توګه د تګ راتګ او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ پياوړتيا په شمول درې مسئلې به تر بحثونو لاندې راغلی شي. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي وويل(اواز)

د پنځه شلو کلونو راهيسی د ايپيک د غړيو شمېر له دوولس څخه يوويشتو ته زيات شوی او هغه همکاريز ميکانيزم ګرځيدلی دی چې په ډېرې لويې برخې پورې اړه لري، د استازيتوب اندازه او کچه ډېره لوړه ده او په دې سيمه کې د اسيا او د ارام سمندر سيمې د هېوادونو تر منځ د همکارۍ په هکله د بحث عمده صحنه هم ده.

د ١٩٨٩ کال د نومبر په مياشت کې استراليا، امريکا، کاناډا، جاپان، شمالي کوريا، سينګاپور او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې شپږو هېوادونو په کانبرا کې د اسيا او د ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ غونډې د وزيرانو په کچه لومړې غونډه تر سره کړه چې د ايپيک سازمان له جوړيدو څخه څرګندېږي. ښاغلي وانګ يي وويل(اواز)

د ايپيک سازمان د جوړيدو له لارې د ارام سمندر په غاړه د هېوادونو تر منځ تګ راتګ رامنځته شوی او د نويو سمسور شويو هېوادونو او پرمختلليو اقتصادي هېوادونو تر منځ همکاريزې اړيکې جوړې شوې او د اسيا ارام سمندر سيمې د هېوادونو د اقتصادي همکارۍ يوه ډله جوړه شوه چې دوه مليارډ او اته سوه مليونه نفوس لري او عمومي اقتصادي اندازه په ټوله نړۍ کې نيمه برخه نيسي. د ايپيک د غړيو هېوادونو نښوس د ټولې نړۍ څلويښت سلنې ، جي دي پي اووه پنځوس سلنې او سوداګريز ارزښت شپږ څلويښت سلنې برخه نيسي. د اسيا او د ارام سمندر سيمه په ټوله نړۍ کې د پمختګ ډېر ځواکونه او پټ توان لري او د نړيوال اقتصاد د پرمختيا انجن ګرځيدلی دی.

روان کال د ايپيک د جوړيدو له پنځه ويشتمې کاليزې سره برابره ده. د چين د اقتصادي پرمختګ سره سره په دغه سازمان کې د چين رول ورځ په ورځ زياتېږي. د پيسو د نړيوال صندوق د شميرنې له مخې د چين د اقتصاد پرمختګ د اسيا د اقتصاد په پرمختيا کې څه دپاسه پنځه سلنې خدمتونه کړيدي، کله چې د چين داقتصادي پرمختګ اندازه يو سلنه برخه زياتوي، د اسيا د اقتصاد د صفر اعشاريه دری سلنې زياتوالی هڅولی شي. چين د اسيا او ارام سمندر سيمې يوه مهمه برخه ګرځيدلې ده. د ايپيک د سرمشريزې غونډې په هکله ښاغلي وانګ يي وويل(اواز)

موږ هيله لرو چې د بيجينګ د ايپيک په غونډه کې هغې درې موخې عملي شي چې په ګډه راتلونکې ته په لور د اسيا او د ارام سمندر سيمې د هېوادونو تر منځ د دوستی اړيکې ټينګې کړو، په ګډه د اسيا او د ارام سمندر په سيمه کې خلاصونکی اقتصادی شکل جوړ کړو او په ګډه د ايپيک د راتلونکې پرمختګ لور پلانونه طرح کړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای