د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۴ کال لپاره د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصاد او همکارۍ سازمان د عالي رتبه چارواکو وروستۍ غونډه د نومبر له پنځمې نېټې نه تر شپږمې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. دغه غونډه د سږ کال لپاره د دغه سازمان د مشرانو د غونډو اوونۍ لومړی رسمي فعاليت دی او په روان کال کې د عالي رتبه چارواکو په کچه وروستۍ غونډه هم ده. د دغې غونډې عمده دنده د مشرانو د غير رسمي غونډې لپاره تيار نيول دي.
برخوالو استازو په آينده کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د دوستانه اړيکو د ټينګېدو تر عنوان لاندې د سيمه ييز اقتصاد د يووالي، د اقتصاد د نوښت، پرمختګ، اصلاحاتو او زياتوالي او په هره ساحه کې د اساسي تاسيساتو او د تبادلوي کرښې د جوړولو په دريو برخو کې مثبتې پايلې لرونکې خبرې اترې وکړې.(غوتۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |