CRI Online

د آسيا او آرام سمندر د آزادې سوداګريزې سيمې د جوړېدو وړانديز د سيمه ييزې سوداګرۍ د آزادېدو لپاره ښه زمينه برابره کړي.

cri     (GMT+08:00) 2014-11-07 14:57:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اېپيک سازمان د مشرانو دوه ويشتمې دورې غير رسمي غونډه به په بېجينګ کې پرانيستل شي. چين به د آسيا او آرام سمندر د آزادې سوداګريزې سيمې جوړېدل د دغې غونډې په دريو عمده مضمونونو کې شامل کړي. د کارپوهانو په اند، دغه مضمون به په دغه غونډه کې د پاملرنې وړ ټکی وګرځي او په دې سيمه کې د سوداګرۍ د آزادېدو لپاره به ښه زمينه برابره کړي.

د اېپيک سازمان په يوويشتو غړيو هېوادونو او سيمو کې دوه مليارډ او شپږ سوه مليونه خلک اوسېږي او دغه شمېر د نړۍ په عمومي نفوس کې څلوېښت فيصده نيسي. د دې ترڅنګ د دغو هېوادونو او سيمو د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت له نولس مليارډو امريکايي ډالرو څخه زيات دي او د سوداګرۍ عمومي حجم يې په نړۍ کې اته څلوېښت فيصده نيسي. په دغه شان لوی بازار کې د سوداګرۍ آزادېدا د بېلا بېلو غړيو ګډه موخه ده. د دې موخې د تر سره کېدو لپاره د آسيا او آرام سمندر په سيمه کې د څواړخيزو او دوه اړخيزو سوداګريزو تړونونو په اړه خبرې اترې روانې دي. د بېلګې په توګه د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې ترمنځ او د استراليا او د کوريا جمهوريت ترمنځ د آزادو سوداګريزو سيمو په اړه خبرې اترې، د امريکا په مشري د آرام سمندر سيمې پر غاړه د دوستانه اړيکو په اړه خبرې اترې او داسی نور. د سينګاپور د جنوب ختيځي اسيا د څيړنې اکاډمۍ د اقتصادي اوضاعو لومړۍ څيړونکې آغلې سانچيتا باسو داس وويل، ياد شوي سوداګريز تړونونه د محتوياتو او اړينو برخو په باره کې لوی توپيرونه لري چې پکې نه يوازې د مالونو د سوداګرۍ په اړه محدود تړونونه، بلکې هراړخيز سوداګريز تړونونه هم لېدل کېږي، او قواعده يې هم بېل دي. دا د اندېښنه وړ ده چې په دغو خبرو اترو کې عمومي چوکاټ نه شته، نو ښايې چې سيمه ييزې ګټې به کمې شي، په بل عبارت په دې سيمه کې سوداګريز لګښت به زيات شي.

د آسيا او آرام سمندر سيمې د مختلفو هېوادونو او سيمو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د نژدې کېدو سره سم، د آسيا او آرام سمندر د آزادې سوداګريزې سيمې جوړول د اېپيک سازمان د مشرانو ګډه نظريه ده. نو چين د دې لپاره ډېر زيارونه ايستلي دي او باسي يې. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي وويلچين او د اېپيک د غړيو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په رڼا کې به په بېجينګ کې د اېپيک د غونډې په موده کې د آسيا او آرام سمندر د آزادې سوداګريزې سيمې د جوړېدو بهير د پيل په اړه ګډو نظريو ته ورسېږي او د دې سيمې د يووالي سويې د لوړتيا لپاره ښکاره نښه به وښودل شي. دغه موخه به په جدي توګه تر سره شي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو چارو ادارې مشر جانګ شاو ګانګ وويل، چې په دغه غونډه کې د دغې سيمې د جوړېدو بهير د پيل لپاره دې په څو ساحو کې مقاومتي کارونه وشي. ده وويل،

د دغې سيمې د جوړېدو بهير د پيل لپاره لومړی بايد معلومات شريک او معرفې کړو. بېلا بېلې خواوې بايد د آزادې سوداګريزې سيمې د جوړېدو په اړه د تجربو تبادلې وکړي. دوهم، بايد د مثالونو او نمونو په څيړلو پيل وکړو چې لا مناسب قواعده پيدا کړو. درېيم، بايد د لارو چارو د څيړنې په باره کې کوښښ وکړو.

ښاغلي جانګ شاو ګانګ وويل، چې د آسيا او آرام سمندر د آزادې سوداګريزې سيمې د جوړېدو په لاره کې به زيات ستونزې موجودې وي. خو چين هيله لري چې د دغې سيمې د جوړولو له لارې يو لا عادلانه سوداګريز سيسټم جوړ شي، څو چې د اېپيک سازمان هر غړی وتوانېږي د قواعدو او قوانينو په جوړولو کې برخه واخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای