CRI Online

د اېپيک سازمان د سياسي او سوداګريزو ټولنو د سرمشريزې غونډې په جوړولو سره د سيمې اقتصادي پرمختيا ته محرک ځواک وروبښل شو.

cri     (GMT+08:00) 2014-11-10 16:14:28

د اسيا او د ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان په اړه د صنعت او سوداګرۍ ټولنو د مشرانو دوه ورځنې غونډه د نومبر په نهمه نېټه په بيجينګ کې پرانيستل شوه. د ايپيک سازمان د بېلا بېلو اقتصادي ډلو ، د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د صنعت او سوداګرۍ ټولنې د مشرانو او مشهورو کارپوهانو په شمول شاو خوا يو زر او پنځه سوه تنه په بيجينګ کې راغونډ شوي او راتلونکې ته په لور د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د همکاريزو اړيکو د ټينګښت په هکله يې خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندی کړي او د دې سيمې اقتصادي پرمختيا ته يې نوی فکري ځواک وروبښلی دی. په غونډه کې برخوالو غيراېپيک اقتصادي ډلو مشرانو په دې سازمان کې د ګډون هيله څرګنده کړې څو چې د دې سيمې د اقتصاد يوځايښت ژر رامنځته شی.

د چيلي ولسمشرې ميچيل باچيليټ دا نظر څرګند کړ ( اواز ١)

موږ د اسيا او ارام سمندر سيمې په چوکاټ کې د ازادې سوداګرۍ ناحيې د جوړولو لارنقشې د تطبيق ټينګ ملاتړ کوو او باور لرو چې دغه ناحيه به د سيمې د يو ځايښت بهير په بنسټ جوړه شی .

په نهمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ اعلام وکړ چې چين به د ورېښمو لارې صندوق د جوړولو لپاره څلويښت ميليارده امريکايي ډالره بيل کړي څو چې ددې لارې په دواړو غاړو کې د پرتو هېوادونو د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ ، د سرچينو د استخراج او صنعتي همکارۍ په شمول د پروژو د بشپړولو لپاره د پانګو اچولو او راغونډولو اسانتياوې برابرې شی چې دغه پرېکړه په ياده غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ ټولنو د حاضرو مشرانو د خوښۍ وړ ګرځېدلې ده . د چين بانک مشر تيان ګوه لي وويل ( اواز ٣)

د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو بانک او د ياد صندوق د جوړولو په هکله د رئيس شي وړانديز به د نمونې په توګه رول ولوبوي ، هيله من دی چې لا زيات اسيايي هېوادونه او تصدۍ پکې برخه واخلي څو چې د سيمې بازارونه تاوده شی، د چين بانک به هم دغه ښه فرصت له لاسه ور نه کړي .

د تايلنډ د صنعتي ټولنې مشر سوپانت له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د اسيا او ارام سمندر سيمې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ د ګړنديتوب او د يو بل اړيکو د ټينګښت په رڼا کې به د تايلنډ منځنيو او کوچنيو تصديو او ګڼ شمير بزګرو ته ګټه ورسول شی .

( اواز ٤)

موږ به حتما ګړندي اوسپنيزه لاره جوړې کړو او زموږ حکومت اوس له چين او جاپان سره د خبرو اترو په حال کې دی ځکه چې د داسې اوسپنيزې لارې په جوړولوسره زياته ګټه ترې واخلو مثلا د هېواد شمال او جنوب به ونښل شی او ترانسپورتي اسانتياوې د هېواد لپاره ډير ارزښت لری په تيره بيا زموږ د هېواد د کرنې د پرمختيا لپاره .

د اېپيک سازمان د صنعت او سوداګرۍ ټولنو سرمشرېزې غونډې د بنګله ديش ، کمبوديا ، لاوس او ميانمر په شمول د غيراېپيک اقتصادي ډلو مشرانو ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده او دوي په غونډه کې د دې سازمان د غړو هېوادونو او سيمو د اقتصادي يوځايښت په بهير کې د ګډون هيله څرګنده کړه . د بنګله ديش ولسمشر عبدالله حامد وويل چې اوس دوي د اېپيک له اقتصادي ډلو سره د اړيکو ټينګولو لپاره هڅه کوي او د ايپيک په سازمان کې د ګډون هيله لري. (اواز٥)

موږ د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې او په يوويشتمې پيړۍ کې پر سمندر باندې د وريښمو لارې د جوړيدو په اړه د شي جين پينګ له خوا له وړاندی شوي پيشنهاد څخه ډېره مننه کوو. له اوږدې مودې راهيسی مو پلان درلود چې د سړکونو او اوسپنيزو لارو له لارې د شاو خواوو هېوادونو تر منځ تګ راتګ رامنځته شي. موږ دا پلان هم لرو چې د بنګلاديش په منځ کې په نړيوالې کچې يو هوايي ډګر جوړ کړو تر څو زموږ هېواد د اسيا او د ارام سمندر په سيمه کې د الوتنې يو عمده ګرځونکی ځای وګرځي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای