CRI Online

د هيون سان بيا ژوندی شوی مورنی مکتب

cri     (GMT+08:00) 2014-11-25 14:53:57

د هيون سان بيا ژوندی شوی مورنی مکتب

د پروګرام په لومړۍ برخه کې بايد څوارلس سوه کاله مخکې د چين د نامتو راهب هيون سان په هکله لنډه پېژندنه معرفی کړو . هيون سان د چين د تانګ امپراطورۍ په موده کې يو مشهور راهب و او تقريبا په ٦٢٨ کال کې هغه له پايتخت چان ان څخه د بوديزم د مقدسو کتابونو د اخيستلو لپاره د اوسني شينجيانګ ، افغانستان او پاکستان له لارې په پاي کې هند ته ورسيد او په هند کې د پنځلسو کلونو د زده کړې وروسته بيا بيرته خپل هېواد ته راستون شو او دده لخوا ليکل شوي يونليک کې چې نوم يې و لويديځ ته سفر ، د خپل سفر په لاره کې ليدنې کتنې او د ځايي وګړو دودونه او طبيعي منظرې په بيره بيا د باميان بتانو په هکله مالومات په مفصل ډول ياد شوي وو. په وروستيو ورځو کې د هند په خبري رسنۍ کې د نالاندو پوهنتون د بيا پرانستلو خبر خپور شو چې دغه پوهنتون د چين مشهور راهب هيون سان مورنی مکتب و . هيون سان په دی مکتب کې اته کاله زده کړه کړې او کورس يې کړی و . د نالاندو کډوال تر څنګ د هيون سان يادونځی د چين او هند د خلکو ترمنځ د اوږد تګ راتګ نښه ده .

نالاندو د هند د بيهار ايالت پاتنا له جنوب ختيځ څخه په نويو کيلومترۍ کې واقع ده . نالاندو له لرغونې سانسکريت ژبې څخه راځي چې نالان د نيلوفر ګل او دو د ورکولو مانا لری. په هند کې د نيلوفر ګل د پوهنې سمبول دی ، نو نالاندو د پوهنې ورکولو مفهوم لری.

لويديځ ته د سفر په نامه يونليک کې ليکل شوي چې په نالاندو کې د راهبانو پنځوس هستوګنځايونه شته چې له لسو زرو نه زيات راهبان پکې اوسېږي.... له کډوالو څخه څرګندېږي چې په نالاندو کې دوولس معبدونه وو چې نژدې څوارلس هکتاره ځمکه يې نيولې وه ، خو کيندل شوي کډوال يوازی د دغو کډوالو لسمه برخه ده .

نالاندو پوهنتون په اصل کې يو معبد و چې په څلور سوه اوه ويشتم کال کې جوړ شو ، ورپسې د څو څو ځلو پراخوالي له امله بالاخره په نړۍ کې په لومړي ليليه پوهنتون بدل شو او په هغه زمانه کې د نړۍ بودايي مرکز هم و .پرته د خپل هېواد د زده کوونکو نه ډير زده کوونکي له شاوخواوو هېوادونو څخه راغلل چې په اتو پوهنځيو کې لس زره تنه زده کوونکو درس لوستلی او د ښوونکو شمېر يې هم له دوو زرو تنوڅخه اوښتی و .هره ورځ به له سلو څخه زيات کورسونه جوړېدل .

هيون سان په نالاندو پوهنتون کې بودايي مالومات ، طب ، رياضي زده کړل او په پايله کې له داسی لسو پوه راهبانو څخه وشمېرل شو چې په پنځوسو بودايي کتابونو متبحر شو.

په شپږ سوه درې څلويښتم کال کې له هند څخه د وتلو په مهال کې هيون سان په داسی حال کې چې د دوه ويشتو اسانو د کاروان په مل چې شپږ سوه اوه پنځوس بودايي کتابونه يې وړي وو، خپل هېواد ته په ستنېدو پيل وکړ او له هند څخه د شپږو کلونو وتلو وروسته هند بيا په ګډوډيو کې ډوب شو او په يوولس سوه درې نويم کال کې نالاندو پوهنتون د ترکي سوارانو لخوا ويجاړ شو او درې لوي کتابتونونه يې هم وسوځول شول چې نهه مليونه ټوکه ديني کتابونه يې د شپږو مياشتو سخت اور لخوا په ايرو شول او ډير پوه راهبان تبت ته وتښتېدل.

د نالاندو ورانېدو څو پيړۍ وروسته کله چې د نويمې پيړۍ په منځنۍ لسيزه کې انګريزان هند ته داخل شول ، د هند د نيمې وچې په هکله يې هيڅ مالومات نه درلودل ، ځکه چې هنديانو هيڅکله خپل تاريخونه و نه ليکل او تاريخي سندونه يې له افسانو او روياتو څخه ډک برېښېدل ، په دې وخت کې لويديځ ته د سفر په نامه يونليک په لنډن کې په انګليسي ژبه چاپ شو چې ددې کتاب د مفصلو يادونو له مخې په هند کې په پرله پسې ډول تاريخي اثار موندل شوي دي . په اتلس سوه يو شپيتم کال کې يو انګريز چې کانيهام نومېده ، هم د ياد يونليک سره سم نالاندو کډوال ولټاوه چې له امله يې نالاندو بيا ژوندی شو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای