CRI Online

د دويمې جګړې په موده کې د چين او امريکا تر منځ د همکارۍ په اړه د عکسونو نندارتون په واشينګتن کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2014-11-25 14:58:36

د دويمې جګړې په موده کې د چين او امريکا تر منځ د همکارۍ په اړه د عکسونو نندارتون په واشينګتن کې تر سره شو

د دويمې جګړې په موده کې د چين، ميانمار او هند په جنګی ميدان کې د چين او امريکا تر منځ د همکارۍ تر عنوان لاندې د عکسونو نندارتون څو ورځي مخکې په واشنګتن کې تر سره شوی. د هېواد د يادونې په هکله د دويمې جګړې په موده کې د چين او امريکا تر منځ د همکارۍ په سرليک د عکسونو نندارتون په واشنګتن کې د ريګان په ودانۍ کې تر سره شوی چې د دويمې جګړې په موده کې د چين په جنوب ختيځ، ميانمار او هند کې له جاپاني پوځ سره د چين او امريکا د پوځونو د جګړې او له جګړې څخه د خلکو د فعال ملاتړ په هکله دوه سوه دری اتيا عکسونه ښودل شوي دي. د دغه نندارتون امريکايی پلانونکي او د ځمکني پوځ اضافه لست ډګروال جان وويل زه په وياړ سره د دغه نندارتون پلانونکي دنده پر غاړه لرم. د دغه نندارتون موخه دا ده چې لا زيات کسان به د دويمې نړيوالې جګړې په موده کې د چين او امريکا تر منځ د همکارۍ په هکله مالومات تر لاسه کړي. (اواز)

د عکسونو نندارتون له لارې ليدلی شي چې د چين او امريکا پوځونو د چين، ميانمار او هند په جنګی ميدان کې مهم رول لوبولی او امريکايی پوځ د دويمې جګړې په وخت کې چين ته مرستې ورکړې دي. نندارتون خلکو ته وايي چې د چين او امريکا خلکو څنګه په ګډه سره همدې موخه تر سره کړې ده.

د نندارتون چيني پلانونکې وانګ مياو وويل فلکلوري کارپوهانو د امريکا له ملي ارشيف څخه د چين، ميانمار او هند په جنګۍ ميدان کې د دويمې نړيوالې جګړې په باب درويشت زره عکسونه او د دوو سوو ساعتو ويډيويی مالومات نندارتون ته برابر کړي دي. له ٢٠١٠ کال څخه د دويمې نړيوالې جګړې په وخت کې د چين او امريکا تر منځ د همکارۍ تر عنوان لاندې د عسکونو نندارتون په وار سره د چين د شن جن، چونګ چينګ، هانګ جو او تای بي په ښارونو کې تر سره شوي چې تاوده غبرګونونه ښودل شوي دي. وانګ مياو وويل په نندارتون کې د چين او امريکا تر منځ د دوستی تګ راتګ زياتې کيسې پيدا کېږي. (اواز)

په يو ډېر لوی عکس کې دا ليدل کېږي چې د امريکا يو سرتيری د چين له بزګر سره مخامخ شو او په ګډه سيګريټ څښل، برسيره پر دې داسي عکسونه هم شته چې د امريکا سرتيريو چيني سرتيريو ته د ډزو وهلو لارې چارې ورتعليم کړې او امريکايی سرتيريو او چيني سرتيريو په ګډه د امريکايی فوټبال لوبې لوبولې.

د دويمې نړيوالې جګړې په موده کې د چين، ميانمار او هند په جنګۍ ميدان کې د ځينو برخوالو امريکايی سرتيريو راتلونکو پښتونو هم په نندارتون کې ګډون درلود. د بيلي هيدي نيکه په دغه جګړه کې قربانی شو، دی او د ده مور او پلار ټول په دې نندارتون کې برخمن وو. (اواز)

زما نيکه د چين، ميانمار او هند په جنګی ميدان کې قربانی شو. زه د دغه تاريخ په هکله زيات مالومات نه لرم او له دې نندارتون څخه می په ښه توګه دغه تاريخ پيژندلی دی.

د چين د دولتي شورا د مهاجرينو چارو دفتر د منشي مرستيال هه يا فې وويل دغه نندارتون د چين او امريکا تر منځ د اوسنې اړيکې په هکله د وړاندوينې ستر اهميت لري. (اواز)

دغه نندارتون موږ ته وړاندوينه وکړه چې په ځيني وخت کې جګړې له موږ څخه ليری نه دې. که په عادی وخت کې مو همکارۍ او پاملرنې ته سپکوو، ځينې مسئلې به رامنځته شي. نو لوي هېوادونه په تيره بيا چين او امريکا په دې برخه کې ځانګړی او مهم رول لري چې د جګړې د مخنيوي لپاره دې دواملرونکي کارونه تر سره کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای