د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن يې پنګ لي يوان د نومبر د لسمې نېټې په شپه په بېجينګ ښار کې د لامبو وهلو په دولتي مرکز کې د يوې مېلمستيا په جوړولو سره د اېپيک سازمان د ٢٢مې دورې غېر رسمي سرمشريزې غونډې د برخه والو مشرانو، استازو او د دوی د مېرمنو هرکلی وکړ.
شي جين پينګ په خپله وينا کې د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د ګرانو مېلمانو تود هرکلی وکړ او و يې ويل، موږ مسئوليت لرو چې ارام سمندر په رښتينۍ توګه د سولې، دوستۍ او همکارۍ سمندر او د اسيا او ارام سمندر سيمې د ارامۍ، پرمختګ او سمسورتيا د برخو شاهدانو وګرځو.
له مېلمستيا وروسته ښاغلي شي جين پينګ او مېرمنې پنګ لي يوان له مېلمنو سره په ګډه ښکلې هنري نندارې او اور لوبې وکتلې.
د اورلوبو او نندارو انځورونه
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |