د چين خبري اژانس د خبر له مخې: د اسيا او د ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د ٢٢مه غير رسمي سرمشريزې غونډې د لومړۍ دورې غونډه د نومبر په ١١مه نېټه سهار د بېجينګ د يان شي جهيل د نړيوالې غونډې په مرکز کې تر سره شوه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه او پرانيستونکې وينا يې وکړه.
د دغې غير رسمي سرمشريزې غونډې عمده مضمون د راتلونکې په لور په ګډه د اسيا او د ارام سمندر په سيمه کې د پرتو هېوادونو تر منځ د اړيکو له پرمختګ سره تړاو لري. په غونډه کې د سيمه ييز اقتصاد د يو ځايښت، د اقتصاد د نوښت او پرمختګ، اصلاحاتو او پرمختيا او په هراړخيزه توګه د بنسټيزو تاسيساتو او د اړوندو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ د ابادۍ پياوړتيا په شمول دري مضمونونه به په غونډه کې تر بحثونو لاندې وي.
د همدې ورځ فعاليت د ٢٠١٤ کال د ايپيک غونډې د اوونيز فعاليت د جګ پوړې برخې په توګه ګڼل کېږي. د ايپيک د اقتصادي ډلو مشران او استازي به د بي جينګ په هوای ژو کې په ګډه د اسيا او د ارام سمندر سيمې د پرمختيا په هکله بحث وکړي. د همدې ورځ د لومړي پړاو له غونډې وروسته د ايپيک د اقتصادي ډلو او هېوادونو مشران او استازي به په ګډه عکس واخلي او د ايپيک د دوستۍ ځنګل ونې به وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |