CRI Online

اېپيک سازمان ٢٢مه غير رسمي سرمشريزه غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2014-11-11 16:46:40


د چين نړيوالې راډيو درنو اورېدونکو، السلام عليکم! د نومبر په يوولسمه نېټه د اسيا او د ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان يعنې د اېپيک سازمان د دوه ويشتمې غير رسمي سرمشريزې غونډې د لومړي پړاو غونډه د بېجينګ ښار د يان شي جهيل د نړيوالې غونډې په مرکز کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه او پرانيستونکې وينا يې وکړه.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې اوسمهال د نړيوال اقتصاد په بيا سمسورتيا باندې نا ثابت اغيزمن عوامل زيات دي. د اسيا او د ارام سمندر سيمې پرمختګ نوې مرحلې ته ننوتلی دی، له فرصتونو او ننګونو سره مخامخ دی. څرنګه د سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ د ټوټې ټوټې کېدو ننګونه ليرې کېدلی شي؟ څرنګه د نړيوال پولي بحران له پای ته رسيدو وروسته د پرمختګ نوی خوځنده ځواک وموندل شي؟ څرنګه د تبادلوي شبکې او متقابل تګ راتګ د ابادۍ په وړاندې د پانګو د راغونډولو مسئله حل شي؟ د دغو مسئلو حلول د اېپيک سازمان د غړيو فکر او فعالو هڅو ته اړتيا لري. د ده په اند د اېپيک سازمان غړي بايد د سيمه ييز اقتصاد يووالي ته پرمختګ ورکړي او د ورخلاصون شکل او فضا دې جوړه کړي. هغه وويل:

(( اېپيک سازمان بايد د لارښوونې او همغږۍ رول ولوبوي، بېلا بېلو خنډونو ته دې ماتې ورکړي، تر څو اسيا او د ارام سمندر سيمه نوي پړاو لوی ورخلاصون، تګ راتګ او يووالی راورسيږي چې ساحه به يې لا پراخه، سويه به يې لا لوړه او شکل به يې لا ژور وي. د بوګور موخو د پوره کولو تر څنګ بايد د اسيا او ارام سمندر سيمې د ازادې سوداګريزې سيمې بهير ته پرمختګ ورکول شي، موخه، لوری او د نقشې پلان بايد څرګند شي، تر څو ژر تر ژره هيلې پوره شي او د ارام سمندر پر دواړو غاړو سيمو کې د ورخلاصون او همغږۍ ترتيب تر سره شي. ))

رئيس شي جين پينګ وويل، له نړيوال پولي بحران وروسته د اقتصادي بيا سمسورتيا په وړاندې موده کې د پرمختګ خوځنده ځواک يوازې له اصلاحاتو، نوښت او بشپړتيا څخه تر لاسه کېدای شي. د اېپيک سازمان بېلا بېل غړي بايد د تکنالوژۍ نوښت او د انرژۍ او مصرف اصلاحات چټک کړي، تر څو اسيا او د ارام سمندر سيمه د نړۍ د نورو سيمو مخکې د نويو تخنيکونو اصلاح تر سره کړي. په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د تبادلوي شبکې او متقابل تګ راتګ د ابادۍ په هکله رئيس شي وويل،

(( متقابل تګ راتګ زموږ تر پښو لاندې يوه لاره ده، هر چېرې چې سړکونه، اوسپنيزې لارې، هوايي کرښې او انټرنيټي شبکه شتون لري، هلته زموږ ترمنځ همکارۍ موجودې دي. دغه لاره له مقرراتو سره اړه لري، که په دې بهير کې همغږي او همکارۍ لا زياتې او د مقرراتو خنډونه لا کم شي، زموږ ترمنځ د مالونو حمل و نقل او ترانسپورټ به لا چټک او ساده شي. دغه لاره له زړونو سره تړاو لري، که موږ يو بل سره پوهاوی ولرو، نو زموږ ترمنځ تبادلې او تګ راتګ به لا ژور وي. ))

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د نوښت، ګډ پرمختګ او ګډو ګټو په بڼه د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي شکل جوړونه د دې سيمې د ټولو غړيو له ګډو ګټو سره سمون خوري. د يادو موخو د پوره کولو لپاره رئيس شي جين پينګ وړانديز وکړ چې بايد په ګډه سره د پرمختګ موخې طرحه کړو.

(( د اسيا او ارام سمندر سيمې راتلونکی پرمختګ له هر غړي سره اړيکې لري. موږ د دې سيمې د ازادې سوداګريزې سيمې بهير د پيل، د متقابل تګ راتګ د چټکوالي او د نوښت د موندنې په برخو کې مهمې ګډې نظريې تر لاسه کړې دي او بيا به يې عملي کړو، د راتلونکو پنځو، لسو حتی پنځه ويشتو کالونو د پرمختګ پلان به جوړ کړو او ګام په ګام به اړوندې چارې تر سره کړو.))

چين به د اېپيک سازمان د ميکانيزم او توان د ابادولو لپاره لس مليونه امريکايي ډالره ولګوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای