CRI Online

د چين او اروپا ترمنځ څلورم فورم پای ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2014-11-19 15:57:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د نومبر په ١٨مه نېټه د چين او اروپا ترمنځ څلورم فورم د بلژيک په بروکسيل کې جوړ شو.د چين او اروپا سياسي، سوداګريز او کلتوري ټولنو څه باندې دوو سوو استازو په دې فورم کې ګډون درلود او په ټولنيزې، اقتصادي او کلتوري برخو کې د چين او اروپا ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په باب بحث وکړ.

سږنی فورم د چين او اروپا له خوا د ښې ايندې د برابرولو تر عنوان لاندې د چين او اروپا بېلا بېلو کارپوهانو ، حکومتي مامورينو او د تصديو استازو ته بلنه ور کړه.د چين او اروپا ترمنځ پر اقتصادي همکارۍ او کلتوري ديالوګ سربېره سږنی فورم هم د چين د نوښت او ښاري کېدو ته پام اړولی دی.د چين د اصلاحاتو او پرمختګ انسټيټيوټ مشر چي فو لين د چين د يوه استازي په توګه په راتلونکی کې د چين د ښاري کېدو تمايل په باب معلومات وړاندې کړل. هغه وويل (اواز...........) راتلونکی شپږ کالونه د چين د اقتصادي جوړښت د ښه والی او نوښت لپاره کليدي شپږ کلونه ګڼل کيږي او پکې به يوازنۍ موخه تر سره شي يعنی ښاری کيدنه . تر ٢٠٢٠ کاله پورې په چين کې د ښاري کېدو انډول بايد د تېر کال له دری پنځوس اعشاريه اووه سلنې څخه شپېته سلنې ته لوړ شي.د دې ترڅنګ په راتلونکي کې به شاوخوا دری سوه مليونه کليوال ښاريان شي.

په چين کې د ښاري کېدو له امله ګڼ شمېر کسان له کليوالو سيمو څخه ښارونو ته انتقال شوي دي . خو د هغو کسانو شمېر لاهم ډېر لږ دی چې په رښتينی توګه يې په ښارونو او علاقه داريو کې بنسټيز عامه خدمتي حقونه شريکوي.د نړيوالو چارو د ټولنې د ختيځۍ اسيا انسټيټيوټ څېړونکې ريزکووا په دی اند ده چې ښارونو ته د ډېرو کليوالو د ننوتلو په عين وخت کې د ښوونې، طب او ټولنيز ضمانت په شمول د سرچينو ويشل معقول نه دي چې دا د ښاري کېدو په بهير کې ډېره لويه ستونزه ګرځېدلې ده.هغې وويل (اواز..........) په چين کې د ښاري کېدو سرعت ډېر چټک دی چې له امله يې لازيات کليوال له کليوالو سيمو څخه ښارونو ته انتقال شوي دي. خو په ډېرو سيمو کې کليوال انديښنه لري چې که ښارونو ته انتقال شي، نو ايا مساعد کارونه او ښاري تابعيت تر لاسه کولی او د ښارونو د ټولنيز ضمانت په سيستم کې شاملېدای شي او که نه .

د ښاري کېدو بهير له امله د چين پرمخ فرصتونه او ننګونې دواړه موجودې دي .خو اروپايي ټولنه د ښاري ابادۍ، خدمتونو او ادارې په برخو کې مخکني تخنيکونه او بډايه تجربې لري. د ښاغلي چه په اند د ښاري کېدو په هکله د چين او اروپا ترمنځ همکاري نه يوازې د علمي پرمختيايي لارې د غوره کولو په برخه کې له چين سره مرستې کولی شي بلکې اروپا ته به ستر بازار او فرصتونه برابر کړي.هغه وويل (اواز..........) اروپايي ټولنه د منځنيو او کوچنيو علاقه داريو کېدو، مسلکي ښوونې او خدمتي چارو په برخو کې ښه کارونه کړي دي.د چين بازار ډېر لوی دی او اروپايي ټولنې ته به لازياتې ګټې ورسوي.

په اروپايي ټولنه کې د ښاري کېدو دواملرونکي پرمختګ ،ټيټ کاربون د دوي د ښاري پرمختګ څرګند ځانګړتياوې بلل کيږي. د چين د څېړنې او نوښت تګلارې په هکله د اروپايي ټولنې کميټې چارواکي دياګو سماريتانو وويل چې د علمي او تخنيکي نوښت په برخه کې د چين او اروپا ترمنځ همکاري زياتې شوي دي او د ښاري کېدو په بهير کې د تخنيکونو نوښت په اړه د دواړو خواوو ترمنځ همکاري هم په راتلونکي کې د خپل منځيو همکارۍ يو مهم ټکی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای