د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ١٩مه نېټه د نوي زيلاند اکلان ته ورسيد. د نوي زيلاند ولسمشر جيري ماتيفارې او صدراعظم جان کي په بلنې يې نوي زيلاند ته د ده رسمي سفر پيل شو.
پر ځايي وخت د شپې په يوولسو بجو د شي جين پينګ ځانګړۍ الوتکه د اکلان نړيوال هوايي ډګر ته ورسيده. رئيس شي د نوي زيلاند خلکو ته د چينايانو زړه له کومې سلامونه او نيکې هيلې ورکړې. هغه دې ته اشاره وکړه چې د چين او نوي زيلاند ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګې له ٤٢ کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ډېرې ټينګې شوې، خلکو ته يې زياتې ګټې رسولې دي او د اسيا او ارام سمندر سيمې د سولې او سمسورتيا لپاره يې خدمتونه کړي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |