CRI Online

لي که چيانګ د انټرنيټی ان لاين مغازيو له لومړي کلي څخه لېدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2014-11-20 16:27:16

لي که چيانګ د انټرنيټی ان لاين مغازيو له لومړي کلي څخه لېدنه وکړه

د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ١٩مه نېټه د جه جيانګ ولايت له يي وو ښار څخه لېدنه کتنه وکړهږ د انټرنيټی ان لاين مغازيو د لومړي کلي په نامه د چينګ يان ليو په کلي کې لي که چيانګ د ان لاين مغازيو د خاواندانو هڅونه وکړه چې په زړه ورتوب سره خپل سوداګريزې چارې تر سره کړي او د غير اصولي پيښو مخه ونيسي. په همدې ورځ ماښام لي که چيانګ د مالونو ليږلو په يو شرکت کې له بی وزلو ماشومانو سره د مرستې په فعاليت کې ګډون درلود.

که څه هم د يي وو ښار د چينګ يان ليو په کلي کې يوازې شاو خوا يو زر او پنځه سوه تنه اوسيدونکي شته، خو دلته د ان لاين مغازيو شمېر څه دپاسه دوه زرو ته رسېږي. د ٢٠١٤ کال له پيل څخه راپدې خوا په دې کلي کې د ان لاين مغازيو د معاملې ارزښت نږدی څلور مليارډ يوانو ته رسيدلی دی. لي که چيانګ د ماشومانو د جامو اخيستلو په اړه د ان لاين مغازې له خاوند سره خبرې وکړې. (اواز)

لي که چيانګ: ستا عايدات څومره دي؟

د مغازې خاوند: زموږ د سوداګريزو چارو يوازې څلور مياشتې کېږي چې سوداګريز ارزښت يو لکه او دېرشو زرو يوانو ته ورسيد. اوسمهال په هره اونۍ کې پنځوس زرو يوانو ته رسېږي.

لي که چيانګ: ستا د ان لاين مغازې د سوداګريزو چارو پرمختګ ډېر چټک دی!

څرنګه چې د دغې ان لاين مغازې خاوند او د ده ميرمن ماشوم نهه کله ده او هميشه د خپل ماشوم لپاره جامع اخلي، نو د ماشومانو او د ماشومانو د پلرونو او ميندو د جامعو پلورلو ان لاين مغازې پرانيستې. لي که چيانګ د دغې مغازې د خاوند د کمپيوتر په څانګه کې ليکل شوي جمله ويلې ده. (اواز)

ننی چارې بايد نن تر سره شي او هغه چارې چې له اصولو څخه سرغړونه ده، تر سره مه کوئ! دا د ځان د کنترول خبره ده، سمه ده؟ په دی شرط به تاسی وياړونه ولرئ! تاسی د ان لاين مغازې چارې تر سره کوي چې نه يوازې سوداګريزې چارې دې، بلکې ستاسو له نظر څخه څرګندېږي. دغه جمله هم ستاسی له بازاري اخلاق څخه ښودنه کوي چې ستاسو له مغازې څخه پلورل توکي ښه کيفيت او خدمتونه لري.

د ان لاين مغازيو سوداګريزې چارې د مالونو ليږدونکو شرکت له خدمتونو سره نږدی اړيکې لري، نو په دغه کلي کې د مالونو ليږلو په اړه ډېر خدمتي سوداګري شرکتونه شته. لي که چيانګ له يو شرکت څخه لېدنه وکړه او د مالونو ليږدلو په اړه زيات لستونه ليدلي دي. (اواز)

لي که چيانګ: داسي ستاسو د مالونو ليږدونکی لستونه دي؟ دومره زيات دی!

د شرکت کارکوونکي: سمه ده!

لي که چيانګ: نو تاسی بايد په شپه کې هم کار وکړئ، سمه ده؟

کارکوونکي: هو، موږ به ډېر ناوخت خپل کارونه کوو.

لي که چيانګ: ستاسی کارونه ډېر مهم دي. له عمومي لحاظه له کليو څخه ښارونو ته او له ښارونو څخه کليو ته د توکيو ليږل د ښارونو او کليو تر منځ فاصيله لنډوي. بله خوا ستاسی چارې نه يوازې د کارونو فرصتونه بلکی نوی ژوند جوړوي. د توکيو ليږل د عصری زمانې د اقتصاد يو مرکز دی، که څه هم دغه کار ډېر عادی دی، خو ډېر کلي اهميت لري.

په دغه شرکت کې ځيني لويو بکسونو د لي که چيانګ پاملرنه جلب کړه. لي که چيانګ له پوښتنه کولو وروسته په دې پوه شو چې دا د چينګ های ولايت په کليو کې د بی وزلو ماشومانو لپاره د مرستندويې جامې دې. لي که چيانګ سمدلاسه په دې چارې کې د ګډون څرګند کړ او ځای پر ځای خپلې پيسی يې ورکړ. (اواز)

لي که چيانګ: دا توکي به د چينګ های په لوړه کې بی وزلو ماشومانو ته ورکړل شي. نن ورځ د دولتي شورا په دايمی غونډه په بی وزلو سيمو کې له ماشومانو سره د مرستو کارونو د ترتيبيدو په اړه يوه غونډه تر سره کړه. ستاسی کارونه له دغو ماشومانو سره واقعی مرسته ده، له تاسو څخه ډېره مننه کوم!

کارکوونکي: موږ به هرومرو ستا پاملرنه دغو ماشومانو ته ورسوو!

په پای کې لي که چيانګ ټولو ته وويل(اواز)

ستاسی کلی د ان لاين مغازيو د لومړي کلي په نامه بلل کېږي. له دې څخه څرګندېږي چې تاسی لومړی دغه سوداګريز فرصت پيدا کړی دی. اوس په دې کلي کې د ان لاين مغازيو شمېر د اوسيدونکو له شمېر څخه زيات دی چې پراخه بازاري فضا لري. تاسی د کمپيوټرونو له لارې سوداګريزې چارې تر سره کوئ، خو ريښتنی او ښه توکي نورو ځايونو ته ليږئ چې واقعی اقتصاد لپاره خدمت کوئ!


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای