CRI Online

د شيانګ شان غره فورم په بېجينګ کې پرانيستل شو او برخوالو د آسيا او آرام سمندر سيمې د امنيت په هکله بحثونه وکړل.

cri     (GMT+08:00) 2014-11-21 16:47:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شيانګ شان غره د پنځمې دورې درې ورځني فورم د نومبر په شلمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د اوو څلوېښتو هېوادونو د ملي دفاع د وزارتونو او د پوځونو پلاوي، د څلورو نړيوالو سازمانونو استازي او دری سوه چيني او بهرني کارپوهان په همدې شپه د بېجينګ د شيانګ شان په غره کې ته راغونډ شوي دي چې د بېجينګ په لويديځه برخه کې پروت دی.

په همدې ورځ د چين د دولت د رئيس مرستيال لي يوان چاو په دغه فورم کې د برخوالو استازو سره وکتل. هغه وويل، چې چين تل د سيمه ييزې او نړيوالې سولې د ساتلو لپاره يو مهم قوت دی. چين غواړي له نورو هېوادونو سره يو ځای د امنيت په باره کې لا ښه همکاري وکړي څو چې په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي.ده وويل،

چين تل د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو د بيرغ په اوچتولو سره د سوله ييز پرمختګ پر لاره ټينګار کوي. چين د آسيا او آرام سمندر سيمې او حتی د ټولې نړۍ د سولې او ثبات لپاره مثبت قوت دی. چين غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د متقابل تفاهم، همکارۍ او ګډو ګټو پر بنسټ ګډ امنيت وساتي او ګډ پرمختګ ومومي.

دغه فورم د ۲۰۰۶کال راپدېخوا په هر دوو کلونو کې يوه دوره د چين د پوځي او علمي ټولنې لخوا جوړېږي. مخکې تردې په لومړيو څلورو دورو کې عمده ګډون کوونکي د دفاعي چارو په اړه کارپوهان وو. له سږ کال څخه به د دغه فورم نظام بدل شي چې هر کال يوه دوره تر سره شي. د دغې ټولنې د نړيوالو نظامي چارو څانګې سرمنشي چن شيو هوي وويل،

په داسې حال کې چې د اوسنيو اوضاعواو د سيمه ييز امنيت د ساتنې د اړتياوو سره سم چين ګام په ګام د نړۍ مرکز ته ننوزي او د دې سيمې هېوادونه هيله لري چې چين به دغه شان دنده پر غاړه واخلي، د دغه فورم سويه لوړه شوې ده او يو رسمي نړيوال فورم ګرځېدلی دی.

د چين د نظامي او علمي ټولنې مشر ډګرجنرال ليو چنګ جون د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې د آسيا د سرنوشت د ګډې ټولنې جوړېدل د آسيا د امنيت په اړه ګډ، عمومي، همکاريز او دواملرونکي نظر ته اړتيا لري.بېلا بېلې خواوې بايد پر څواړخيزې غوښتنې ټينګار وکړي، بايد له يواړخيزې غوښتې او د نورو خواوو پر ضد د پوځي ټولنې له جوړولو سره مخالفت وشي او د مساوي خبرو اترو او متقابلو همکاريو له لارې د امنيت او همکاريو د نوي نظام د جوړولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. هغه د آسيا د سرنوشت د ګډې ټولنې د جوړولو په هکله څو وړانديزونه وکړل. د آسيا د سرنوشت د ګډې ټولنې جوړېدل د آسيا د امنيت په اړه ګډ، عمومي، همکاريز او دواملرونکي نظر ته اړتيا لري. اړوندې خواوې بايد د دفاعي چارو او امنيت په اړه خبرې اترې پياوړې کړي، ستراتيژيکي متقابل باور او صادقانه ډيالوګ ژور کړي، د امنيت په اړه د بېلا بېلو خواوو غوښتنې درک کړي او د مختلفو خواوو ګټو ته پام وکړي. دا به د شکونو او توپيرونو په ليرې کولو سره د دې سيمې د دايمي سولې لپاره باوري او کلک بنسټ کېږدي.

د استراليا پخواني صدراعظم لوکوين په دغو مراسمو کې وويل، چې د آسيا او آرام سمندر سيمې هېوادونه بايد د يو امنيتي چوکاټ د جوړولو لپاره ګډ کوششونه وکړي. ده وويل، موږ بايد د پخوا په پرتله لا نژدې شو او هراړخيزه عامه تګلاره بشپړه کړو. اوسنۍ زمانه بې ساری غښتلی لارښوونکی قوت، لا پراخ نړيوال نظر او د اختراع وړ ډيپلوماتيکو تګلارو ته اړتيا لري.

د معلوماتو له مخې، د چين د ملي دفاع وزير چانګ وان چوان به په يوويشتمه نېټه په دغه فورم کې يوه وينا وکړي او برخوال به د آسيا او آرام سمندر سيمې د امنيت، په بحر کې د امنيت او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په مضمونونو بحث وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای