CRI Online

د چين استازي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې او اتحاد له بهير څخه ملاتړ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2014-11-21 20:14:19
د چين استازي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې او اتحاد له بهير څخه ملاتړ وکړي

د سين هوااژانس د خبر له مخې: په م م کې د چين د دايمی استازي مرستيال وانګ مين د نومبر په ٢٠مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې او اتحاد له بهير څخه ملاتړ وکړي او دغه هېواد ته رغنده مرسته برابره کړي.

وانګ مين وويل په افغانستان کې د سولې او ثبات رامنځته کيدو لپاره بايد پراخ او زغم لرونکی سياسي جوړجاړې ته ورسېږي. نړيواله ټولنه بايد د هېواد د امنيت او ثبات ساتلو، د اقتصادی او ټولنيزې پرمختيا او په سيمه ييزې همکارۍ کې د دغه هېواد د ګډون په چارو کې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي.

هغه وويل د چين حکومت تل د افغانستان د سولې او بيا رغونې د بهير هڅونه کړی او کوي يې. چين به له افغانستان سره د دوستی ټينګولو تګلارې ته دوام ولري او د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکی همکارۍ اړيکو د پر له پسي پرمختګ هڅونه وکړي. چين به په خپله د پرمختيا توان د ابادی په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي، د بنسټيزو تاسيساتو، کرهنيزو چارو، د اوبو لګولو پروژو او د مدني سرچينو د استخراج په ساحو کې له دغه هېواد سره همکارۍ پياوړې کړي او د ښوونې او امنيت په چارو کې دغه هېواد ته روزنې برابرې کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای