د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د عراق پوځ د نومبر په درويشتمه نېټه د عراق پوځ د ديالا ولايت په دوو ښارګوټو کې پر وسله والو بريدونه پيل کړل. د دواړو خواوو تر منځ د جګړې له امله لږ تر لږه يوويشت تنه وژل شوي دي.
د ديالا ولايت د پوليسو بيورو مشر جميل ال شيماري وويل، د عراق پوځ په همدې ورځ د هوايي ځواک او ځايي قومي مليشو په مرسته له درېيو خواوو څخه د سعديه يا پر علاقه دارۍ بريد وکړ او له وسله والو سره يې له سختو ډزو وروسته د دې علاقه دارۍ څو سړکونه او شپږ کلي بيرته ونيول.
د کرد وسله والو په همدې ورځ د جلاولا پر علاقه دارۍ بريد وکړ او د اسلامي دولت له وسله والو سره يې سخته جګړه وکړه او په أخر کې يې د څو سړکونو واک بيرته تر لاسه کړی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |