د افغانستان حکومت د نومبر په درويشتمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ په پکتيکا کې د ځانمرکي بريد له امله د وژل شويو کسانو شمير پنځه څلوېښتو ته رسيدلی دی.
ولسمشر اشرف غني د همدې ورځې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې بريد سخته غندنه وکړه او ځايي چارواکيو ته يې امر وکړ چې ټپيانو ته تر ټولو ښه طبي خدمتونه برابر کړي.
د دې اعلاميې سره سم، ځانمرګي بريدکوونکی د واليبال په يوه مسابقه کې په ځان پورې تړليو بمو والوزوو. تر اوسه هيچا يا سازمان د دې پېښې مسئوليت په غاړه نه دی اخيستی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |