د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، سيراليون ته د چين لخوا ليږل شوي د ايبولا د لابراتوار او پلټنيز مرکز کارونه عادي دي، دغه راز د چين د دوو څيړنيزو ډلو کارونه په ښه توګه يو ځای شوي.
د مالوماتو له مخې، د نومبر تر دوه ويشتمې نېټې پورې، د يو زر اوه سوه او پنځه اويا ويروس نښې ياد لابراتوار ته ليږل شوي چې له دې جملې نه اته سوه او درې نوي نښې د ايبولا ويروس په توګه ټاکل شوې دي. تر همدې ورځې پورې درې سوه او درې تنه ناروغان د سيراليون - چين د دوست روغتون د پلټنيز مرکز تر درملنې لاندې وو چې له دوی څخه يو سل او شپږ شپېته تنه د ايبولا په ويروس اخته شوي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |