د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ليبيا ملي ځواک د نومبر په درويشتمه نېټه په ترابلس کې پر مذهبي مليشو هوايي بريد پيل کړ چې دا د ترابلس د أزادولو عملياتو د پيل کېدو نښه ده.
د ملي ځواک د يوه چارواکي په حواله، هوايي بريدونه د ترابلس د أزادولو عمده لاره ده. ځمکني عمليات به د هوايي بريدونو وروسته تر سره شي، څو چې د ترابلس د کنټرول حق له مليشو څخه بيرته واخلي. ملي ځواک له دې مخکې د ليبيا په لوېديځه برخه او ترابلس ته په نژدې سيمه کې هوايي الوتکې ځای پر ځای کړېدي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |