CRI Online

په تونس کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې روانې دي

cri     (GMT+08:00) 2014-11-24 14:56:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نومبر په درويشتمه نېټه، په تونس کې تر سياسي کودتا وروسته د ولسمشرۍ لومړۍ ټولټاکنې پيل شوې چې پکې اوه ويشت نوماندانو ګډون کړی دی. پنځه مليارډه دوه لکه او اتيا زرو وګړو په دې ټولټاکنو کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي چې دوی به په يوولس زرو مرکزونو کې خپل رايې ورکړي.

دغې ټولټاکنې د همدې ورځې د سهار په اتو بجو پيل شوې او د مازديګر په شپږو بجو پای ته ورسېدې. د دغه هېواد او الجزاير تر منځ په سرحدي سيمه کې د رايو ورکولو يو څه مرکزونه د امنيتي ستونزو له امله يوازې د پنځو ساعتو لپاره خلاصو.

د دې ټولټاکنو نتيجه به په راتلونکيو درېيو ورځو کې خپره شي. که په دې ټولټاکنو کې هيڅ يو نوماند بريالی نه شي، د دسمبر په اته ويشتمه نېټه کې به د رايو ورکولو دوهم پړاو تر سره شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای